اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف په معاشي توګه بې وزله ماشومانو ته د تعليم او پرمخټګ يو ډول موقعې وركول د حكومت وړومبې ترجيح ګرځولو سره هدايت كړې دې چې ټول دانش سكولونه دې په ټاكلې موده كښې بشپړ كړې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د دانش اتهارټي بورډ لومړۍ غونډه د شورو په ورځ اسلام آباد كښې وشوه۔ د وزيراعظم آفس …
په معاشي توګه بې وزله ماشومانو ته د تعليم او پرمختګ يو ډول موقعې وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده٬ دانش سكولونه دې په ټاكلې موده كښې بشپړ كړې شي: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف په معاشي توګه بې وزله ماشومانو ته د تعليم او پرمخټګ يو ډول موقعې وركول د حكومت وړومبې ترجيح ګرځولو سره هدايت كړې دې چې ټول دانش سكولونه دې په ټاكلې موده كښې بشپړ كړې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د دانش اتهارټي بورډ لومړۍ غونډه د شورو په ورځ اسلام آباد كښې وشوه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په غونډه كښې د بورډ غړو او ګډون كونكو هركلے وكړو۔ده ووئيل د دې مهمې ذمه واري په قبلولو د بورډ غړو مننه كوم۔ ده ووئيل په معاشي توګه كمزورو ماشومانو ته يو ډول د تعليم او پرمختګ موقعې وركول د حكومت وړومبې ترجيح ده٬ د دانش سكولونو د بنياد فلسفه دا ده چې غريب او مستحق زده كونكو ته به په ميريټ داخله او تعليم وركولې شي۔ ده دانش سكولونه د ټاكلې مودې دننه بشپړولو او نوې دانش سكولونو كښې زده كونكو لپاره 100 فيصد د بورډنګ آسانۍ وركولو هدايت هم وكړو۔ د بورډ غونډې ته ووئيل شو چې دا مهال په ټول هېواد كښې 29 دانش سكولونه جوړول دي چې پكښې 15 منظور شوي او په 13 كار روان دے۔ دانش سكول كري اسلام آباد كښې كلاسونه پېل شوې دي۔ د بورډ غونډې ته وويلې شوو چې آزاد كشمير ٬ باغ ٬ بهبمر ٬ ګلګت بلتستان ٬ ګانچهے٬سلطان آباد او استور كښې به دانش سكولونه تر دسمبر بشپړ كړې شي او د كلاسونو پېل به آپرېل 2027 كښې كيږي










