پي پي پي قيادت خپله ماتې او سياسي ناكامي پټولو له د ويرې ښكار دے:اختيار ولي خان

  اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات كوآرډينيټر اختيار ولي خان خان د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او د سندھ د اطلاعات وزير شرجيل انعام ميمن د آزاد جمو و كشمير ټاكنو په اړه په بيانونو سخت غبرګونو ښودلو سره وئېلي دي چې د پي پي پي قيادت ټاكنو كښې خپله ماتې او سياسي ناكامي پټولو له د ويرې ښكار دے۔ په …

 

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)د وزيراعظم د خېبرپښتونخوا د اطلاعات كوآرډينيټر اختيار ولي خان خان د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او د سندھ د اطلاعات وزير شرجيل انعام ميمن د آزاد جمو و كشمير ټاكنو په اړه په بيانونو سخت غبرګونو ښودلو سره وئېلي دي چې د پي پي پي قيادت ټاكنو كښې خپله ماتې او سياسي ناكامي پټولو له د ويرې ښكار دے۔ په خپل يو بيان كښی اختيار ولي خان وئيلي دي چې د آزاد كشمير اولس خپل جمهوري حق په آزادانه٬  سوليز او بشپړ ډول كارولو سره خپله ښكاره پرېكړه كړې ده۔ اختيار ولي خان وويل د مسلم ليګ(ن)قائد ميا نواز شريف او وزيراعظم شهباز شريف تل پيپلز پارټۍ سره د ښه اخلاقو رويه ساتلې ده۔ ده ووئيل د آزاد كشمير ټاكنو په اړه د پيپلز پارټۍ قيادت لخوا غېر ذمه دارانه بيانونه په انتخابي عمل د باور مجروح كولو مترادف دي٬مسلم ليګ(ن)په اولسي خذمت٬سپيځلې جمهوري عمل او په پرمختيائي پروژو باور لري٬پيپلز پارټۍ له د اولس جمهوري مينډيټ احترام كول پكار دي۔

مزید خبریں