د وزيراعظم په كوېت او نورو خليجي هېوادونو د بريدونو غندنه ٬ پاكستان منطقه كښې امن په ځاې كولو له د يو ديانتدار٬ مخلص ثالث او سهولت كار په حېث خپل كردار ترسره كوي: شهباز شریف

  اسلام آباد۔29جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په كوېت او نورو ورونړو خليجي هېوادونو د ترسره شوې بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې پاكستان په منطقه كښې امن په ځاې كولو له د يو ديانتدار ٬ مخلص ثالث او سهولت كار په حېث خپل كردار ترسره كوي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د كوېت خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح سره خبرو كښې وكړه …

 

اسلام آباد۔29جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په كوېت او نورو ورونړو خليجي هېوادونو د ترسره شوې بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې پاكستان په منطقه كښې امن په ځاې كولو له د يو ديانتدار ٬ مخلص ثالث او سهولت كار په حېث خپل كردار ترسره كوي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د كوېت خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح سره خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، د دفاع ٬ تجارت او پټروليم وفاقي وزير ٬ د وزيراعظم سلاكار او د حكومت سينئر چارواكي موجود وو۔ وزیراعظم کوېتی خارجه وزير ته هركلې ووې او د كوېت امير شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح او ولی عهد شېخ صباح الخالد الحمد المبارک الصباح لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې ده۔ په سيمه ايزه وضعه خپلو خبرو كښی وزيراعظم د كوېت مشرتابه او اولس سره د پاكستان د بشپړه يووالي پخلې وكړو او د روانې شخړې په مهال يۍ په كوېت اونورو ورونړو خليجي هېوادونو د ترسره شوې بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان په منطقه كښې امن په ځاې كولو له د يو ديانتدار او مخلص ثالث او سهولت كار په توګه خپل كردار ترسره كوي۔ ده ددې هڅو په ملاتړ د كوېتي قيادت مننه وكړه۔ خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح وزيراعظم د كوېتي قيادت لخوا د نېكو هيلو پېغم ورسولو او د شريكې ګټې په ټولو څانګو كښې يۍ دوه اړخيزه مرسته مستحكمولو له د كوېت عزم تكرار كړو۔ ده د موجوده بحران حل كولو او منطقه كښې امن بحالولو له مذاكراتو او سفارتكارۍ ته وده وركولو كښی د پاكستان او په خاص توګه د وزيراعظم شهباز شريف ٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر خذمات وستائل۔ ده په دې سخت وخت كښې د كوېت په ملاتړ كولو د پاكستان د قيادت او اولس هم مننه وكړه۔ دوئي د دوه اړخيزه اړيكو په تناظر كښی د پرله پسې مشاورت او نزدې تړون په اهميت زور راوړو او په دې يۍ اتفاق وكړو چې په دې چارو پېشرفت له به نزدې سباؤن كشې د اعلی كچې پلاويو تبادله كولې شي۔ په دې موقع وزيراعظم يو وارې بيا د كوېت ولي عهد ته د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركړه

مزید خبریں