i پېنډۍ 29 جولائي (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا او بلوچستان بېلو سيمو كښې كارروائي كولو سره د فتنة الخوارج او فتنة الهند 32 ترهګر وژلي۔ د شورو په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلو سيمو كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهند ترهګرو نېټ ورک په ضد د امنيتي ځواكونو عملياتو روان دي۔ …
د امنيتي ځواكونو د خيبر پښتونخوا او بلوچستان بېلو سيمو كښې كارروائۍ٬ 32 ترهګر ووژل شول

مزید خبریں
i
پېنډۍ 29 جولائي (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا او بلوچستان بېلو سيمو كښې كارروائي كولو سره د فتنة الخوارج او فتنة الهند 32 ترهګر وژلي۔ د شورو په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلو سيمو كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهند ترهګرو نېټ ورک په ضد د امنيتي ځواكونو عملياتو روان دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال امنيتي ځواكونو 32 ترهګر وژلي۔ د شورو په شپه د خېبر پښتونخوا په خېبر ضلع كښې انټېلي جنس بېسډ يو شمېر کليئرنس او ټارګټډ آپرېشنز وشول چې پكښې امنيتي ځواكونو د ترهګرو بېلې ژالې په موثره ډول په نښه كړې او په نتيجه كښې ئې د فتنه الخوارج 24 ترهګر ووژل ٬ په دې موقع د بلوچستان په ضلع نوشکي كښې په انټلي جنس بېسډ يو شمېر عملياتو 8 ترهګر ووژلي شوو۔ په دې کارروائيو كښې ترهګرو څخه وسله٬ ګوله بارود او د ديسي ساخته چاٶدېدونكي توكي برآمد كړی شول۔ په سيمه كښې د موجود هر ډول ترهګر ختمولو لپاره کليئرنس آپرېشنز روان دے۔











