اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي حکومت په انتظام په قامې كچه د نوې جوړ كړې شوي مرکزي ډېټا سېنټر سکائي-47 آسانۍ تر ټولو وفاقي ادارو رسولو لپاره په سمدستي توګه د موثره ګامونو پورته كولو امر كولو سره ويلي چې په كوټلې قامي ډيجيټل پاليسۍ موثره عملدرآمد سره به نړيواله شراكتداري او په نړيوال فورمز د هېواد موثره نمائندګي باوري كړې شي۔ …
وزيراعظم د مرکزي ډېټا سېنټر سکائي-47 آسانۍ تر ټولو وفاقي ادارو رسولو له په سمدستي توګه د موثره اقداماتو امر وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي حکومت په انتظام په قامې كچه د نوې جوړ كړې شوي مرکزي ډېټا سېنټر سکائي-47 آسانۍ تر ټولو وفاقي ادارو رسولو لپاره په سمدستي توګه د موثره ګامونو پورته كولو امر كولو سره ويلي چې په كوټلې قامي ډيجيټل پاليسۍ موثره عملدرآمد سره به نړيواله شراكتداري او په نړيوال فورمز د هېواد موثره نمائندګي باوري كړې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه په قامي كچه په كوټلې ډيجيټل پاليسي فريم ورك د عملدرآمد په اړه د جاج غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد چيمه، اورنګزيب، جام کمال خان، اعظم نذير تارړ، عطاء تارړ، سيد مصطفي کمال، شزا فاطمه خواجه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د سېټېټ بېنك ګورنر جميل احمد او اړوند سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې د وفاقي حکومت په انتظام په قامې كچه د نوې جوړ كړې شوي مرکزي ډېټا سېنټر سکائي-47 سهولتونه تر ټولو وفاقي ادارو رسولو لپاره دې په سمدستي توګه موثره اقدامات وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې په كوټلې قامي ډيجيټل پاليسۍ موثره عملدرآمد سره به نړيوالې شراکت دارۍ او په نړيوال فورمز د هېواد موثره نمائندګي باوري كړې شي، د ټولو اړوند ادارو او د وفاقي او صوبائي حکومتونو مشاورت سره به په قامي ډيجيټل وژن بشپړه عملدرآمد وكړے شي او دې سره به د ادارو فيصله سازي، کارکردګي او سپېځلتيا د نړيوال معيار سره همكاره كړې شي۔ د قامي ډيجيټل وژن اطلاق د وړومبې ترجيحاتي څانګو پشمول صحت، زراعت، يوټيليټيز، هاٶسنګ او د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې صنعتي و تجارتي ادارو كښې وكړې شي دغسې چې اولس ته بهتر سهولتونه زر تر زره ورسولې شي۔ وزيراعظم ووېيل چې د قامي ډيجيټل وژن بشپړه اطلاق نه وروسته به وګړي د يو ډيجيټل آئي ډي لاندې د ټولو اولسي سهولتونو پشمول د دستاويزاتو حکومتي تصديق، د بينک سهولتونه، صحت، ټرانسفرز او نور ټول سهولتونه په يو ځاې ترلاسه كولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د ډيجيټل نېشن پاکستان اېکټ 2025 له مخې د جوړ كړې شوې نيشنل ډيجيټل کميشن مشر وزيراعظم دے او ټول صوبائي اعلٰې وزيران ئې غړي دي، د وزيراعظم د امر له مخې د قامي ډيجيټل وژن اطلاق د صحت، زراعت، يوټيليټيز، هاٶسنګ او د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې په صنعتي او تجارتي ادارو كولې شي٬ د دې څانګو نه علاوه په نورو 14 ترجيحاتي څانګو د وزيراعظم د امر له مخې كار روان دے كوم چې به نه يوازې د څانګو كاركردګي ښه كړي بلكې د هېواد په معيشت٬ صنعت او تجارت به هم مثبت اثرات مرتب كړي،د هاٶسنګ په څانګه كښې د دې د اطلاق نه وروسته به نجي و سركاري ټول املاك لپاره يو مرکزي نمبر ترلاسه شي۔ د قامي ډيجيټل وژن بشپړه اطلاق لپاره ټول قانوني، انتظامي او اداره جاتي اقدامات په تندۍ سره بشپړولې شي، په دې تناظر كښې د نړيوالو پوهانو او د نړيوالو ادارو رايې او په نړۍ كښې رائج بهترين طريقو څخه هم استفاده ترلاسه كړې شوې ده











