د سپيكر سردار اياز صادق خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د 32 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

  اسلام آباد۔29جولائي(اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د 32 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره  وئيلي دي چې امنيتي ځواكونو پېشه ور مهارت او مړانې سره ترهګر په خپلو ناپاكه عزائمو كښې ناكامه كړل۔ د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د ترھګرۍ تر بشپړه خاتمې به ټول قام خپلو امنيتي …

 

اسلام آباد۔29جولائي(اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د 32 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره  وئيلي دي چې امنيتي ځواكونو پېشه ور مهارت او مړانې سره ترهګر په خپلو ناپاكه عزائمو كښې ناكامه كړل۔ د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د ترھګرۍ تر بشپړه خاتمې به ټول قام خپلو امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ پاتې وي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ خلاف د ځانونو په قرباني كوونكو قام وياړي۔ د امنيتي ځواكونو قربانۍ د هېواد د امن ٬ سلامتيا او ثبات ضمانت دي

مزید خبریں