اسلام آباد۔29جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره په پارليمنټ هاؤس كښې د تاباني ګروپ او عوامي جمهوريه چين لويو سركاري انفراسټركچر او سرمايه كارۍ ادارو كښې د شامل شېنډونګ هائي سپيډ ګروپ کمپني لمېټډ (اېس ډي اېچ اېس) اعلی كچې پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان او چين ترمينځه اقتصادي هكمارۍ ته په وده وركولو ، انفراسټرکچر، ټرانسپورټ، توان، لاجسټکس، صنعتي …
د چينائي كمپنيو سرمايه كارۍ سره په پاكستان كښې سوكالي وده مومي: د سېنېټ چيئرمېن د چينائي كمپنۍ پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔29جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره په پارليمنټ هاؤس كښې د تاباني ګروپ او عوامي جمهوريه چين لويو سركاري انفراسټركچر او سرمايه كارۍ ادارو كښې د شامل شېنډونګ هائي سپيډ ګروپ کمپني لمېټډ (اېس ډي اېچ اېس) اعلی كچې پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان او چين ترمينځه اقتصادي هكمارۍ ته په وده وركولو ، انفراسټرکچر، ټرانسپورټ، توان، لاجسټکس، صنعتي پرمختګ او نورو تزويراتي څانګو كښې د سرمايه كارۍ په نوو موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ سېکرټرېټ له مخې د پلاوي هركلي كولو سره د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاكستان او چين يو بل سره په شريك باور ٬ احترام او كوټلې مرسته اډانه اړيكې لري۔ چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان بشپړه مرسته كړې ده۔ ده د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې د چينائي كمپنيو او سرمايه كارو كردار ستائلو سره ووئيل چې د دې په نتيجه كښې هېواد كښې سوكالي وده مومي ٬ د روزګار نوې موقعې رامخې ته كيږي او ددواړو هېوادونو اولس لپاره د تلپاتي پرمختګ لاره هوارېږي۔











