د پي پي له كوم ثبوت پرته د ټګۍ تورونه لګول د ماتې پټولو ناكامه هڅه ده: ډاكټر طارق فضل چوهدري

  اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي چې كه پيپلز پارټي د آزاد كشمير په ټاكنو كښې د ټګۍ كوم ثبوت لري نو هغوي دې په اړوند قانوني او انتخابي فورمز وړاندې كړي٬بې بنسټه تورونه د اولس پړېكړه متنازعه كولې نه شي۔ د شورو په ورځ په اېكس خپل بيان كښې ده ووئيل پاكستان پيپلز پارټي يو ځل …

 

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي چې كه پيپلز پارټي د آزاد كشمير په ټاكنو كښې د ټګۍ كوم ثبوت لري نو هغوي دې په اړوند قانوني او انتخابي فورمز وړاندې كړي٬بې بنسټه تورونه د اولس پړېكړه متنازعه كولې نه شي۔ د شورو په ورځ په اېكس خپل بيان كښې ده ووئيل پاكستان پيپلز پارټي يو ځل بيا خپل پخوانې روايت تكراروي٬له كوم ثبوت پرته د ټګۍ تورونه لګول د ماتې پټولو ناكامه هڅه ده۔ د آزاد كشمير خلكو د بېلټ د لارې خپله پرېكړه اورولې٬ د پيپلز پارټۍ د پخواني حكومت د كاركردګۍ جاج اغستلو څخه وروستو هغوي د پرمختګ٬استحكام او خذمت په سياست باور لرلو سره پاكستان مسلم ليګ(ن) ته ووټ وركړے دے۔ ده ووئيل چې كه چرې پيپلز پارټي كوم ثبوت لري نو هغوي دې په اړوند قانوني او انتخابي فورم وړاندې كړي۔ بې بنسټه تورونه د اولس پرېكړه متنازعه كولې نه شي۔

مزید خبریں