اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د تعليم وفاقي وزارت د قامي نصاب کونسل، آبادۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يو اين ايف پي اے) او ايکټ انټرنيشنل په مرسته ګرېډ 6 نه تر 8 زده كوٶنكو لپاره د ډيجيټل لرننګ مينجمنټ سسټم (اېل اېم اېس) پېل كولو اعلان كړے دے٬ د دې منصوبې مقصد زده كوٶنكو ته عصري، معياري او آسان ډيجيټل تعليم وركول او د استاذانو …
د تعليم وفاقي وزارت ګرېډ 6 نه تر 8 زده كوونكو لپاره د ډيجيټل لرننګ مېنجمنټ سسټم پېل كولو اعلان وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د تعليم وفاقي وزارت د قامي نصاب کونسل، آبادۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يو اين ايف پي اے) او ايکټ انټرنيشنل په مرسته ګرېډ 6 نه تر 8 زده كوٶنكو لپاره د ډيجيټل لرننګ مينجمنټ سسټم (اېل اېم اېس) پېل كولو اعلان كړے دے٬ د دې منصوبې مقصد زده كوٶنكو ته عصري، معياري او آسان ډيجيټل تعليم وركول او د استاذانو تدريسي صلاحيتونه زياتولو سره سره تعليمي نظام عصري ټيکنالوجۍ سره همكاره كول دي٬ د دې نظام د لارې به زده كوٶنكي آن لائن سبقونو، مشقونو، تعليمي موادو او تشخيصي هلو ځلو ته لاس رسي ولري۔ دغسې استاذانو ته به د تدريس او د زده كوٶنكو د کارکردګۍ جاج اغستلو له عصري آسانۍ ترلاسه شي











