د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په دوه ورځنۍ سركاري دوره تركيه ته ورسيد

  اسلام آباد۔29جولائی (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په دوه ورځنۍ سركاري دوره تركيه ته ورسېد چرته به چې هغه خپل ترك همڅنګ سره مهم ملاقات ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د رېلوے ٬ انفراسټركچر او ټرانسپورټ په څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته په وده وركولو خبرې كوي۔ د وفاقی وزیر او د تركيه د ټرانسپورټ وزير په مشرۍ كښې به د اعلی كچې پلاويو …

 

اسلام آباد۔29جولائی (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په دوه ورځنۍ سركاري دوره تركيه ته ورسېد چرته به چې هغه خپل ترك همڅنګ سره مهم ملاقات ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د رېلوے ٬ انفراسټركچر او ټرانسپورټ په څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته په وده وركولو خبرې كوي۔ د وفاقی وزیر او د تركيه د ټرانسپورټ وزير په مشرۍ كښې به د اعلی كچې پلاويو غونده كېږي په كومه كښې به چې په شريكو منصوبو او همكارۍ غور كولے شي۔ وفاقی وزیر به د تركيه د عصري رېلوے مانيټرنګ ، آپرېشنل کنټرول او سېفټی سسټمز جاج اخلي۔ د دورې په مهال به په عصري رېلوے ټېكنالوجي ، سګنلنګ، ډیجیټلائزېشن او انفراسټرکچر كښې د همكارۍ په زياتولو خبرې كيږي۔ وفاقی وزیر به د تركيه عصري شهری او تند رفتاره رېلوے نظام جاج اخلي دغسې چې په سباؤن كښی په پاكستان كښې داسې منصوبو څخه استفاده وكړی شي۔ د وفاقي وزير د تركيه دوره به پاكستان رېلوے د نړيوال معيار له مخې عصري ٬ محفوظ ٬ مؤثر او مسافر دوست رېلوے نظام كښې د بدلولو حكومتي وژن پلو يو مهم پېشرفت ثابت شي