د پاکستانی  انټېلی جنس اهلکار  د امریکا۔ ایران شخړې په اړه بهرنۍ ميډيا سره د خبرو ترديد

اسلام آباد۔29جولائی(اے پی پی) يو سینئر پاکستانی انټېلی جنس عهدېدار د جرمن پبلیکېشن" ایف اے زیډ" او نیوز ایجنسی "ډی پی اے " رپورټس مسترد كولو سره د دې خبرې سپيناوې كړې دې چې د خليج صورتحال په اړه نامعلومه پاكستاني انټېلي جنس سرچينو ته منسوب ادعاګانې بېخي بې بنسټه دي۔ پاکستان ټی وی سره خبرو كښې سینئر سکیورټی عهدېدار تصديق وكړو چې كوم هم پاكستاني انټېلي جنس يا سركاري …

اسلام آباد۔29جولائی(اے پی پی) يو سینئر پاکستانی انټېلی جنس عهدېدار د جرمن پبلیکېشن” ایف اے زیډ” او نیوز ایجنسی “ډی پی اے ” رپورټس مسترد كولو سره د دې خبرې سپيناوې كړې دې چې د خليج صورتحال په اړه نامعلومه پاكستاني انټېلي جنس سرچينو ته منسوب ادعاګانې بېخي بې بنسټه دي۔ پاکستان ټی وی سره خبرو كښې سینئر سکیورټی عهدېدار تصديق وكړو چې كوم هم پاكستاني انټېلي جنس يا سركاري سرچينې په دې معامله كومې بهرنۍ ميډيا سره خبره نه ده كړې۔ دا سپيناوې د اېف اے زېډ او ډي پي اے هغه راپورونو څخه وروستو شوې په كوم كښې چې په اسلام آباد كښې د انټېلي جنس سرچينو حواله وركولو سره تور لګولے شوے چې د ايران په ضد د امريكې د زمكيزې كارروايۍ امكان دے۔ عهدېدار ووئيل كوم هم پاكستاني انټېلي جنس يا سركاري سرچينې د خليج په وضعه كومې هم بهرنۍ مېډيا سره خبره نه ده كړې۔  پاکستانی سرچينو ته منسوب ټولې خبرې خيالي او بې بنسټه دي۔ عهدېدار ددې خبرې پخلې وكړو چې د سيمه ايزې سلامتيا په چارو د پاكستاني حكومت دريځ يوازې باضابطه او د مجاز رياستي چېنلو د لارې وړاندې كېدې شي او دا خبردارې يۍ وركړو چې د نازك سيمه ايز صورتحال په تناظر كښې دا ډول په ناسمه توګه منسوب راپورونه جاري كولو څخه بايد ډډه وكړې شي۔