اسلام آباد۔29جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د شورو په ورځ دلته ملاقات وكړو په كوم كښې چې هغه وزيراعظم د يوتھ پروګرام لاندې په روانو منصوبو د شوي پېشرفت په اړه خبر كړو۔ د وزیراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم هغه ته هدايت وكړو چې د يوتھ پروګرام منصوبو لاندې د روزګار موقعو …
د يوتھ پروګرام منصوبو لاندې د روزګار موقعو لپاره دې په بشپړه تګلاره په زړه پورې ډول كار وكړے شي: د وزيراعظم شهباز شريف رانا مشهود احمد خان ته هدايت
اسلام آباد۔29جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د شورو په ورځ دلته ملاقات وكړو په كوم كښې چې هغه وزيراعظم د يوتھ پروګرام لاندې په روانو منصوبو د شوي پېشرفت په اړه خبر كړو۔ د وزیراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم هغه ته هدايت وكړو چې د يوتھ پروګرام منصوبو لاندې د روزګار موقعو لپاره دې په مؤثره او بشپړه تګلاره په زړه پورې ډول كار وكړے شي۔ ده ووئيل ځوانانو لپاره د غوره تعليم او پېشه ورې تربيې انتظام د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دے۔ وزیراعظم ځوانان په عصري ټېكنالوجۍ ٬ مصنوعي ذهانت ٬ ډيجيټل مهارتونو او كاروباري صلاحيتونو سنګارول د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره ووئيل حكومت ځوانانو ته د روزګار، کاروبار، تعلیم او هنر يو برابر موقعې وركولو له ټولې ترلاسه وسائل كاروي۔ ده ووئيل هنرمند افرادي قوت د هېواد معيشت ٬ صنعت او معاشرتي تنوع كښې بنيادي حېثيت لري او لوستې او هنرمند ځوانان زمونږ د قوم د ځلنده سباؤن ضامن دي۔












