کراچۍ 28 جولائي (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري په لياري كښې د سپېنسر آئي هسپتال دوره وكړه٬ دا روغتون په دې وروستيو كښې د كراچۍ ميېر مرتضيٰ وهاب او د سندھ حکومت د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ له مخې په جديد طرز بحال كړے دے۔ د ايوان صدر پريس ونګ د نهې په ورځ خپل جاري بيان كښې دې ووئيل چې په دې روغتون كښې هره ورځ …
د وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري په لياري كښې د سپېنسر آئي هسپتال دوره

مزید خبریں
کراچۍ 28 جولائي (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري په لياري كښې د سپېنسر آئي هسپتال دوره وكړه٬ دا روغتون په دې وروستيو كښې د كراچۍ ميېر مرتضيٰ وهاب او د سندھ حکومت د پبلک پرائيويټ پارټنرشپ له مخې په جديد طرز بحال كړے دے۔ د ايوان صدر پريس ونګ د نهې په ورځ خپل جاري بيان كښې دې ووئيل چې په دې روغتون كښې هره ورځ تقريباً څلور زره رنځورانو ته د او پي ډي سهولت مفت وركولې شي٬ د اپريل 2026 څخه تر اوسه د 700 نه زيات ليزر او نور طبي پروسيجرز په کاميابۍ سره ترسره كړې شوې دي۔ په دې موقع وړومبۍ مېرمن په هسپتال كښې د مفت او معياري طبي سهولتونو جاج واخست او د ډاکټرانو، پيرا ميډيکل سټاف او د روغتون د انتظاميې د اولسي خدمت او وظيفائي خدماتو ئې ستائنه وكړه۔ په دې موقع د كراچۍ ميئر مرتضي وهاب، شازيه مري او نور هم آصفه بھټو زرداري سره ملګري وو








