اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د امريکې کاروباري ادارو ته په پاکستان كښې د سرمايه كارۍ په زړه پورې چاپیريال څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركولو سره ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د غوره اقتصادي همكارۍ او سرمايه کارۍ د لارې په راتلونكې پنځو كلونو كښې شريك تجارت زياتولو سره تر 20 اربه ډالرو رسولې شي۔ د نهې …
پاکستان او امريکا د غوره اقتصادي همكارۍ او سرمايه کارۍ د لارې په راتلونكې پنځو كلونو كښې شريك تجارت زياتولو سره تر 20 اربه ډالرو رسولې شي: نائب وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د امريکې کاروباري ادارو ته په پاکستان كښې د سرمايه كارۍ په زړه پورې چاپیريال څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركولو سره ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د غوره اقتصادي همكارۍ او سرمايه کارۍ د لارې په راتلونكې پنځو كلونو كښې شريك تجارت زياتولو سره تر 20 اربه ډالرو رسولې شي۔ د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې د امريکائي کانګرېس پلاوي او د لوړې كچې امريكائي كاروباري پلاوي ته خپله وېنا كښې نائب وزيراعظم ووئيل چې پاکستان امريکې سره خپله د اوږدې مودې تزويراتي او اقتصادي شراکت داري زياته مهمه ګڼي او تجارت، سرمايه کارۍ او رامخې ته كېدونكو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ د پلاوي هركلي كولو سره سېنېټر اسحاق ډار ووئيل دې دورې څخه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې د ملګرتيا او پاک-امريکا اړيكو كښې د مثبت پېشرفت عكاسي كېږي۔ ده وويل چې پاکستان او امريکا په ترتيب سره پنځمه او درېمه لويه آبادي ده او دوي د يو بل اقتصادي صلاحيتونو څخه ګټه پورته كولو سره په شريكه ګټه اډانه د قوي شراكتدارۍ بلها استعداد لري۔ ده ووئيل چې امريکا د پاکستاني برآمداتو لپاره لويه يوازينۍ منډۍ ده٬ تېر كال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريك تجارت حجم 9.4 اربه ډالرو ته رسېدلې۔ ده هيله څرګنده كړه چې په راتلونكې پنځو كالو كښې تجارتي حجم تر 20 اربه ډالرو رسولې كېدې شي۔ نائب وزيراعظم ووئيل پاکستان په داسې منصفانه، متوازن او شريكو ګټو اډانه تجارت باور لري كوم چې د دواړو معيشتونو قدر زيات كړي او د دواړو هېوادونو د اولس د مشتركه خوشحالۍ سبب جوړ شي۔ سېنېټر اسحاق ډار د سپېشل انوېسټمنټ فېسلي ټيشن کونسل په کردار رڼا اچولو سره ووئيل چې دا يو ون ونډو پلېټ فارم دے كوم چې سرمايه کارو ته د منظورۍ ټول ضروري عمل آسانوي او د حكومتي ادرو ترمېنځه د همغږۍ دلارې سهولت وركوي۔ ده د امريکي کاروباري كسانو ته ترغيب وركړو چې ھغوي دې ايس آئي اېف سي سره خپلې رابطې وساتي۔ده ووئيل پاكستان د امريکي حکومت، کاروباري ادارو، سرمايه کارو او کاروباري شخصياتو سره ګټورې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم لري دغسې چې څيزونه او خدمات، په خاص توګه آئي ټي، مصنوعي ذهانت، توان، مينوفيکچرنګ، اهم معدنيات، زراعت او په نورو رامخې ته كېدونكې څانګو كښې تجارت او سرمايه کارۍ ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل پاکستان د امريکې په سرمايه کارۍ كښې اضافې لپاره خاص اقتصادي زونز او د ټيکنالوجي پارکس پشمول مسابقتي مراعات وركولو له چمتو دے۔ نائب وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د امريکې اېکسپورټ امپورټ بنک، امريکې انټرنيشنل ډويلپمنټ فنانس کارپوريشن او امريکې ټريډ اينډ ډوېلپمنټ ايجنسي به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او د سرمايه کارۍ وده كښې خپله مرسته روانه ساتي۔ ده د امريکي سرمايه کارو ته په پاکستان كښې د اقتصادي بدلون شراکت دار جوړېدو بلنه وركولو سره باور وركړو چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې حکومت به د اوږدې مودې دې كاميابۍ لپاره هر ډول ممکن سهولت وركوي۔ ده ووئيل چې واشنګټن كښې د پاکستان سفارت او امريکا كښې د پاکستان قونصل خانې به د امريکې سرمايه کارو سره د پاکستان اړوند ادارو سره په رابطه كښې معاونت كوي۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې د تېرو څو كلونو په مهال پاکستان په نړيواله كچه خپل په زړه پورې شناخت قوي كړے دے او نن د يو ذمه وار هېواد په توګه تسليمېږي څوك چې سيمه ايز او نړيوال امن و استحكام كښې موثره كردار لوبوي۔ ده د امريکې کاروباري پلاوي په غړو زور راوړو چې ھغوي دې په امريکا كښې د پاکستان په زړه پورې تشخص لپاره د سفير كردار ولوبوي









