د وزيراعظم په مشرۍ كښې د توان كمېټۍ غونډه ، په پاکستان آئل ریفائننګ پالیسی 2023 كښې د مجوزہ بدلونونو منظوري

  اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی)د توان كابينه كمېټۍ پاکستان آئل ریفائننګ پالېسی 2023 كښې د مجوزہ بدلونونو منظوري وركړې او وزیراعظم شهباز شریف د آئل ریفائنریز اپ ګرېډېشن د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي چې عصري غوښتنو سره هم آهنګ ریفائنریز به نه يوازې د هېواد د توان ضرورتونه په غوره ډول ترسره كړي بلکې په درآمدي ايندھن انحصار كمولو او د ماحول دوست ايندھن برابرولو كښې به …

 

اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی)د توان كابينه كمېټۍ پاکستان آئل ریفائننګ پالېسی 2023 كښې د مجوزہ بدلونونو منظوري وركړې او وزیراعظم شهباز شریف د آئل ریفائنریز اپ ګرېډېشن د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي چې عصري غوښتنو سره هم آهنګ ریفائنریز به نه يوازې د هېواد د توان ضرورتونه په غوره ډول ترسره كړي بلکې په درآمدي ايندھن انحصار كمولو او د ماحول دوست ايندھن برابرولو كښې به معاون ثابت شي۔ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې توان لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چیمه، اورنګزېب، علی پروېز ملک، احسن اقبال، اړوند وفاقی سېکرټریز او اعلیٰ سرکاری چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې پاكستان آئل ریفائننګ پالېسی 2023 كښې د مجوزه بدلونونو منظوري وركړې شوه۔ غونډې ته خطاب كښې ده د آئل ریفائنریز اپ ګرېډېشن د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره ووئيل عصري غوښتنو سره هم آهنګ ریفائنریز به نه يوازې د هېواد د توان ضرورتونه په غوره ډول ترسره كړي بلکې په درآمدي ايندھن انحصار كمولو او د ماحول دسوت ايندھن برابرولو كښې به معاون ثابت شي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې د اوګرا كاركردګي ښه كولو او د ماركيټ ضرورتونه ترسره كولو له دې اصلاحات معارفي كړې شي دغسې چې د توان په څانګه كښې مسابقت ٬ شفافيت او سرمايه كاري وده ومومي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې نوې پالېسي نافذ كېدو څخه وروستو دې په دې مؤثر او فوري عملدرآمد باوري كړې شي ٬ په دې لړ كښې به هېڅ تاخير زغملے نه شي۔ ده اړوندو وزارتونو او ادارو ته هدايت وكړو چې ټولو همكارانو سره نزدې تړون وساتي او اصلاحاتي عمل دې تند كړي۔ وزیراعظم د براؤن فیلډ ریفائنریز حوالې سره د ترمیمی پاکستان آئل ریفائننګ پالیسی 2023 ترویج لپاره قطر، سعودی عرب او نورو خليجي هېوادونو كښې د روډ شوز كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم ریفائننګ پالېسۍ كښې د بدلون حوالې سره د پټروليم وفاقي وزير او د هغه د ډلې كاركردګي وستائله۔ غونډې ته په هېواد كښی د آئل ریفائنریز اپ ګرېډېشن، د توان څانګه كښې اصلاحاتو او په پالېسۍ د عملدرآمد په پیشرفت بريفنګ وركړے شو