اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ټولو ادارو ته د پشكال په مهال په هر ډول هنګامي صورتحال قابو موندلو له د الرټ پاتې كېدو امر كولو سره وئيلي دي اين ډي ايم اے دې د ټولو ادارو په مرسته د پشكال د روان سپېل په مهال د مالي او ځاني زيان مخه نيول باوري كړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه٬ د پشكال په مهال د هر ډول هنګامي صورتحال مخنيوي له ټولو ادارو ته د الرټ پاتې كېدو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ټولو ادارو ته د پشكال په مهال په هر ډول هنګامي صورتحال قابو موندلو له د الرټ پاتې كېدو امر كولو سره وئيلي دي اين ډي ايم اے دې د ټولو ادارو په مرسته د پشكال د روان سپېل په مهال د مالي او ځاني زيان مخه نيول باوري كړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د پشكال د روانو بارانونو او د دې په نتيجه كښې د سېلابي صورتحال د جاج اغستو غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده امر وكړو چې اين ډي ايم اے، پي ډي ايم ايز او صوبائي حکومتونو دې يو بل سره پرله پسې رابطه كښې اوسۍ، د پشكال په مهال دې په هر ډول هنګامي صورتحال قابو موندلو له ټولې ادارې الرټ پاتې وي۔ ده ووئيل چې اېن ډي ايم اے دې وفاقي او صوبائي ادارو ته د پشكال صورتحال او د متوقع بارانونو اطلاعات په وخت وركړي٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير دې په امروزه بنياد د سېلاب كمېټۍ غونډې مشري وكړي او د صورتحال جاج اخستو نه پس دې تګلاره وضعه كړي۔ وزيراعظم په شمالي سيمو كښې د ګلوف او طوفاني سېلابونو په اړه د پيشګي اطلاعاتو نظام په بشپړه توګه د فعاله ساتلو هم امر وكړو۔ ده ووئيل پاکستان د ماحول دښمنه ګېسونو په اخراج كښې معمولي برخه لري او ددې باوجود د موسمياتي بدلون مضر اثراتو څخه زيات ځپلې كېږي٬ د موسمياتي بدلون مضر اثراتو له مخې حكومت د اوږدې٬ منځنۍ او د لنډې مودې په اقداماتو په تندۍ سره كار كوي۔ وزيراعظم امر وكړو چې اين ډي ايم اے دې د ټولو ادارو په مرسته دا خبره باوري كړې چې د پشكال په جاري سپېل كښې د ځائي او مالي زيان لاره ونيولې شوي۔ په غونډه كښې د اېن ډي ايم اے، ګلګت بلتستان و آزاد کشمير پشمول د څلورو واړو صوبو چيف سېکرټريز د پشكال د اوسني موسم او د دې په نتيجه كښې د زيانونو، ريسکيو او د بحالي په اقدامات بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيل شول چې اين ډي ايم اے د هېواد په شمالي سيمو كښې د پشكال بارانونو څخه د رامخې ته شوې سېلابي صورتحال او په سندھ او بلوچستان كښې د ګرمۍ د روانې څپې په اړه صوبائي حكومتونو او ادارو ته ټول معاونت او وسائل رسوي٬ په راتلونكې دوه ورځو كښې آزاد کشمير و ګلګت بلتستان او سوئيلي سندھ كښې د پشكال د بارانونو لوے سپېل امكان لري۔ د دې نه علاوه د ستمبر په دوېمه اوونۍ كښې په ګرد هېواد كښې د پشكال يو لوے سپېل هم متوقع دے، د وزيراعظم په امر د جوړې كړې شوې د فلډ کمېټۍ غونډې باقاعدګۍ سره كېږي چې پكښې ټولې اړوند ادارې په موجوده صورتحال ژور نظر ساتي او ريسکيو٬ ريليف او د بحالۍ اقداماتو جامع لائحه عمل مرتب كولو سره د دې عملي كول باوري كوي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د پشكال اوسني سپېل كښې تر اوسه 110 كسان مړه٬ 360 ژوبل٬ 796 خونو ته زيان رسېلے او 376 څاروي مړه شوي۔ غونډې ته ووئيل شول چې په نړيواله كچه د جاري ايل-نينو (El-Nino) له امله د پاكستان په شمالي سيمو كښې د موجود ګليشيئرز ويلي كېدو تناسب كښې اضافه شوې ده چې له امله يۍ په راتلونكې يوه مياشت كښې د ګلوف و سيلابونو خطر رامخې ته دے، په ممکنه توګه د ځپلې سيمو نشاندهي كولو سره ټول حفاظتي اقدامات كوٶ۔ غونډې ته وويل شول چې د منځني پنجاب پشمول لاهور كښې د اربن فلډ په صورتحال قابو موندلول پاره په سمدستي توګه اقدامات شوي دي او په ځينې سيمو كښې په خوړونو كښې د سېلاب له امله زرعي زمكې په اوبو كښې دي چې د نکاسۍ كار يۍ جاري دے، ډيره غازي خان او شا اوخوا سيمو كښې هم د سېلاب صورتحال دا مهال په قابو كښې دې۔ غونډې ته د اېن اېچ اے لخوا د خاورو كمرو لوېدو څخه د سړكونو بندېدو او د دې بحالۍ په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول چې په 106 ځايونو كښې بند سړكونه په وخت اقدامات كولو سره بحال كړې شوې دي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د آئي ټي وزارت لخوا نيشنل ايمرجنسي و ټيلي کميونيکيشن سينټر فعال دے، وزيراعظم ته په بريفنګ كښې ووئيل شول چې د پشكال موسم په مهال د باران اوبه سټور كولو لپاره په ګرد هېواد كښې په بېلو سيمو كښې 700 ځايونه په ګوته كړې شوې دي دغسې چې د وچ كالۍ په مهال ھغه اوبه زراعت لپاره استعمال كړې شي۔ وزيراعظم د اېن ډي اېم اے، پي ډي اېم ايز، صوبائي حکومتونو او د ټولو اړوند ادارو د اوسني پشكال موسم پيشګي اطلاعات، تيارۍ او د ريسکيو و ريليف اقداماتو ستائنه وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو خواجه آصف، احسن اقبال، اعظم نذير تارړ، ډاکټر مصدق ملك، رانا تنوير حسېن، اورنګزيب، انجينئر امير مقام، عطاء الله تارړ، شزه فاطمه خواجه، سردار اويس خان لغاري، مياں محمد معين وټو، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء ، د اين ډي ايم اے چيئرمين ليفټيننټ جنرال انعام حيدر ملك او اړوند لوړ پورو ګډون كولو۔









