مانسهره٬ د وفاقي وزير سردار يوسف د وادي سرن دوره٬د باران ځپليو سيمو زر بحالۍ هدايت

  مانسهره 28 جولائي (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت د پشكال بارانونو او كلاؤډ برسټ د لاسه ځپلې شوې  د مانسهرې د وادي سرن بېلو سيمو دوره كولو سره د زيانونو جاج واغست۔ ده د ځپليو كورونو٬ پولونو٬واټر سپلائي سكيمونو٬رابطه سړكونو او نورې بنيادي ډهانچې معائنه وكړه او ځپلې شوې كورنيو ته يۍ د وفاقي حكومت لخوا د هرې ممكنه …

 

مانسهره 28 جولائي (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت د پشكال بارانونو او كلاؤډ برسټ د لاسه ځپلې شوې  د مانسهرې د وادي سرن بېلو سيمو دوره كولو سره د زيانونو جاج واغست۔ ده د ځپليو كورونو٬ پولونو٬واټر سپلائي سكيمونو٬رابطه سړكونو او نورې بنيادي ډهانچې معائنه وكړه او ځپلې شوې كورنيو ته يۍ د وفاقي حكومت لخوا د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل د دورې مقصد د شوي زيان په اړه رپورټ وزيراعظم ته وړاندې كول دي دغسې چې د بحالۍ اقدامات ګړندي كړې شي۔ ده اړوند چارواكو ته د زيان تفصيلي رپورټ تيارولو او ځپليو سيمو كښې د بحالۍ كار په ترجيحي بنيادونو بشپړولو هدايت وكړو۔ وفاقي وزير د صوبائي حكومت لخوا د مرستې هلو ځلو كښې په تاخير د افسوس څرګندونه هم وكړه۔