ابوجا 28 جولائي (اے پي پي)د نائيجيريا د شمالي رياست كادونا په يو كلي وسله والو بريد كړې چې په نتيجه كښې يې د ماشومانو پشمول 30 تنه وژلې شوي دي۔ د اماراتي نيوز ايجنسۍ وام له مخې ځاي استوګنو د بريد تور په څاروي ساتونكو لګولې دے۔ دا بريد د څاروي ساتونكو او كروندګرو ترمينځه د اوبو او زرعي زمكې پشمول په قدرتي وسائلو د روانې پخوانۍ شخړې …
نائيجيريا٬ د كادونا رياست په يو كلي د وسله والو بريد٬ 30 كسان مړه

مزید خبریں
ابوجا 28 جولائي (اے پي پي)د نائيجيريا د شمالي رياست كادونا په يو كلي وسله والو بريد كړې چې په نتيجه كښې يې د ماشومانو پشمول 30 تنه وژلې شوي دي۔ د اماراتي نيوز ايجنسۍ وام له مخې ځاي استوګنو د بريد تور په څاروي ساتونكو لګولې دے۔ دا بريد د څاروي ساتونكو او كروندګرو ترمينځه د اوبو او زرعي زمكې پشمول په قدرتي وسائلو د روانې پخوانۍ شخړې په لړ كښې رامخې ته شوې۔ د ځايې كسانو او يو سركاري عهديدار له مخې بريد كونكي د نيمې شپې كلي ته داخل شوي وو٬ناتارا ډزې يۍ پېل كړي او د دې نه پس يۍ كورونو او دكانونو ته اور ولګولو۔ د هغوي وينا وه چې د امنيتي ځواكونو په راتللو بريد كونكي نزدې ځنګلونو پلو وتښتېدل۔









