اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د نهې په ورځ د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف د مخه ښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاکستان او آذربائيجان د ورورولۍ په اړيكو، دوه اړخيزه مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپيکر سردار اياز صادق د آذربائيجاني سفير د خدماتو ستائنه كولو سره دوي لپاره د نېكو …
سپيکر سردار اياز صادق سره د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف د مخه ښې ملاقات
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د نهې په ورځ د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف د مخه ښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د پاکستان او آذربائيجان د ورورولۍ په اړيكو، دوه اړخيزه مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپيکر سردار اياز صادق د آذربائيجاني سفير د خدماتو ستائنه كولو سره دوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكو ته په لا وده وركولو اطمينان ښكاره كړو۔ سپيکر ووئيل د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې په متقابل احترام او اقدارو ولاړې دي۔ ده ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنجه په اولسي كچه د تړون پشمول دوه اړخيزه اړيكو كښې رامخې ته كېدونكې زياتوالې خوشبين دے۔(











