اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف عصري ټېکنالوجۍ ٬ او غوره تربيې سره د سرکاري ادارو کارکردګي ښه كولو امر كولو سره ويلي چې غير ضروري آسامۍ او چوكۍ ختمول د اصلاحاتي ايجنډے اهمه برخه ده، د رائټ سائزنګ کمېټي دې خپل پاتې سفارشات په يوه مياشت كښې بشپړ كړي۔ وزيراعظم د نهې په ورځ دا خبرې د وفاقي حکومت په حجم كښې کمي (رائټ …
غير ضروري آسامۍ او چوكۍ ختمول د اصلاحاتي ايجنډے اهمه برخه ده، د رائټ سائزنګ کمېټي دې خپل پاتې سفارشات يوه مياشت كښې بشپړ كړي: وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف عصري ټېکنالوجۍ ٬ او غوره تربيې سره د سرکاري ادارو کارکردګي ښه كولو امر كولو سره ويلي چې غير ضروري آسامۍ او چوكۍ ختمول د اصلاحاتي ايجنډے اهمه برخه ده، د رائټ سائزنګ کمېټي دې خپل پاتې سفارشات په يوه مياشت كښې بشپړ كړي۔ وزيراعظم د نهې په ورځ دا خبرې د وفاقي حکومت په حجم كښې کمي (رائټ سائزنګ) او د حکومت د كار استعداد زياتولو په اړه د جاج غونډې مشرۍ په مهال خپله وېنا كښې وكړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم غونډې ته ووئيل د رائټ سائزنګ اقداماتو له مخې يوټيليټي سټورز کارپوريشن، پاک پي ډبليو ډي او پاسکو بند كړې شوې دي چې له مخې ئې قامي خزانې ته بچت كېږي۔ ده د رائټ سائزنګ له مخې د ختم كړې شوې آساميو او د ادارو د تھرډ پارټي آډټ كولو امر كولو سره ووئيل چې د رائټ سائزنګ کميټي دې خپل پاتې سفارشات په يوه مياشت كښې بشپړ كړي۔ ده د حكومتي كاركردګۍ بهترۍ لپاره رائټ سائزنګ سره په اړوندو اقداماتو د عملدرآمد ګړندي كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې د رائټ سائزنګ کمېټۍ لخوا بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئيل شول چې د رائټ سائزنګ اقداماتو څخه د سول حکومت په خرڅونو كښې په جي ډي پي كښې تناسب کم شوے۔ په بېلو وزارتونو او سرکاري څانګو كښې د خالي اساميو خاتمه شوېده٬ د ايس او ايز او د خپلواكه ادارو د رائټ سائزنګ په حواله وړاندېزونه مرتب كېږي٬ د بريفنګ له مخې د پي آئي اے او فرسټ وېمن بينک لميټډ نجکاري شوې او د يو شمير سرکاري ملکيتي ادارو د نجکارۍ په اړه اقدامات جاري دي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، احسن اقبال، اورنګزيب، ډاکټر مصدق مسعود ملك، د نجكارۍ سلاحكار اېم علي، وزير مملکت بلال اظهر کياني او د اړوند ادارو اعلٰې چاروكو ګډون كولو











