د ملګرو ملتونو بشري حقونو کونسل غونډه كښې د هند دوه مخيزې معيار افشا شو

  جنيوا 28 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل غونډه كښې د بشري حقونو په اړه د هند دومخيزې معيار افشا شوې۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د هند مستقل استازي يو اړخ ته د كونسل د بېلو بشري حقونو د طريقه كار ستائنه وكړه او بلخوا يۍ ددې د ادارو د نګرانۍ او احتساب نظام محدود كولو غوښتنه هم وكړه۔ هندي استازي د …

 

جنيوا 28 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل غونډه كښې د بشري حقونو په اړه د هند دومخيزې معيار افشا شوې۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د هند مستقل استازي يو اړخ ته د كونسل د بېلو بشري حقونو د طريقه كار ستائنه وكړه او بلخوا يۍ ددې د ادارو د نګرانۍ او احتساب نظام محدود كولو غوښتنه هم وكړه۔ هندي استازي د يونيوسل پيرياډك ريويو خصوصي تګلاره او ټرېټي باډزي ستائلو په دې د غېر معروضيت او امتيازي رويې تور هم ولګولو۔   د يونيورسل پيرياډک ريويو د خاص طريقه كار او د ټريټي باډيز ستائنه كولو سره په يو وخت په دوي په مبينه توګه د “غير معروضيت” او د “امتيازي رويې” تور هم ولګولو۔  هند د موثره احتساب په ځاې په نظر راتلونكو نتيجو او صلاحيت سازۍ زور راوړو۔ د هند دا دفاعي موقف په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوې كله چې د هند د بشري حقونو ريکارډ په نړيواله كچه ټكونو سره مخ دے٬ يوازې تېر كال په ګجرات كښې چارواكو د مسلمانانو د لس زره نه زيات كورونه٬ كاروباري مركزونه او جوماتونه مسمار كړي دي، او په اتر پرديش او آسام كښې د حراستي مرګونو او د ماورائے عدالت قتل نشانه هم په غېر متناسب توګه مسلمانان دي٬ د مودي حکومت  په ګرد هېواد كښې د متنازع طريقه کار د لارې تقريبا د 5 کروړ 20 لکه ووټرانو نامې د انتخابي فهرستونو نه په حذف كولو هم ټكونو سره مخ دے

مزید خبریں