هيپاټائټس سي ناروغي لاعلاجه نه ده ، په وخت تشخيص او عصري درملو سره يۍ درملنه كېدې شي: مصطفیٰ کمال

  اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال د هيپاټائټس نړيوالې ورځ په موقع وئيلي دي چې نن مونږ يوازې د يوې نړيوالې ورځ لمانځلو لپاره نه بلكې د دې خبرې پرېكړې له جمع شوې يوو چې آيا پاكستان به د يو داسې ناروۍ د لاسه قېمتي ځانونه له لاسه وركوي د كومې درملنه چې په وخت تشخيص او مؤثره علاج  سره كېدې شي۔ …

 

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال د هيپاټائټس نړيوالې ورځ په موقع وئيلي دي چې نن مونږ يوازې د يوې نړيوالې ورځ لمانځلو لپاره نه بلكې د دې خبرې پرېكړې له جمع شوې يوو چې آيا پاكستان به د يو داسې ناروۍ د لاسه قېمتي ځانونه له لاسه وركوي د كومې درملنه چې په وخت تشخيص او مؤثره علاج  سره كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې هيپاټائټس سي يوه معمولي طبي مسئله نه ده بلكې پاكستان لپاره د يو قامي اېمرجنسي حېثيت لري٬ په پاکستان د دې رنځ زيات بار دے٬ چرته چې د يو كروړ نه زيات كسان دې وائرس ځپلې دي۔ ده ووئيل په هېواد كښې هر كال تقريباً يو لك لس زره نوې رانځوران رامخې ته كېږي او دا شمېره معمولي ګڼلو سره نظر انداز كېدې نشي۔ وفاقي وزير دا خبرې د هيپاټائټس نړيوالې ورځ په لړ كښې سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې د عصري داروګانو د لارې د هيپاټائټس سي درملنه ممكن ده او د 95 فيصده نه زيات رنځوران په بشپړه توګه بيا صحتمند شوي دي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم قامي پروګرام يوازې يو اعلان نه دے بلكې د ځپلې كسانو په وخت په ګوته كول ، مفت اسکريننګ، مفت تشخيصي ټيسټ او مفت علاج رسولو لپاره د پاكستاني حكومت يو قامي عزم دے۔ ده ووئيل چې دا پروګرام به تر ګرد هېواد خپرولې شي او د 16 كروړه 40 لكه نه د زيات كسانو سکريننګ به باوري كولې شي۔ ده ووئيل چې وفاقي حکومت په اسلام آباد کيپيټل ټيريټري، آزاد جمو و کشمير او ګلګت بلتستان كښې نېغ په نېغه په دې پروګرام عملدرآمد كوي او صوبائي حكومتونو سره په ګډه د دې دائره كار تر ګرد هېواد پراخه كولې شي

مزید خبریں