پاكستان به تر كال 2030 هيپاټائټس سي فري هېواد جوړول دي: مصطفیٰ کمال

  اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفېٰ کمال وئيلي دي تر اوسه د هيپاټائټس سي پروګرام له مخې يوازې د 21 زره وګړو سکريننګ شوے دے او حكومت د هر وګړي په سکريننګ نزدې 7 زره روپۍ مصرف كوي۔ ده دا خبرې يو سيمينار ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده په دې موقع وګړو ته خواست وكړو چې حکومت سره مرسته وكړي دغسې چې …

 

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفېٰ کمال وئيلي دي تر اوسه د هيپاټائټس سي پروګرام له مخې يوازې د 21 زره وګړو سکريننګ شوے دے او حكومت د هر وګړي په سکريننګ نزدې 7 زره روپۍ مصرف كوي۔ ده دا خبرې يو سيمينار ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده په دې موقع وګړو ته خواست وكړو چې حکومت سره مرسته وكړي دغسې چې د سکريننګ عمل لا ګړندې كړې شي۔ ده ووئيل د حکومت هدف تر كال 2030 پاکستان هيپاټائټس سي فري هېواد جوړول دي۔ وفاقي وزير ووئيل په كوم وګړي كښې چې د دې رنځ تشخيص وشي د ھغه د علاج په وړومبي كورس به 34 زره روپۍ لګښت راځي، كوم به چې حکومت برداشت كوي٬ هر رنځور ته به دوه كورس حكومت وېړيا وركوي په كومو به چې په مجموعي توګه 68 زره روپۍ خرڅ كېږي۔ده ووئيل چې تر اوسه د هيپاټائټس سي پروګرام له مخې يوازې د 21 زره وګړو سکريننګ شوے دے او حكومت د هر وګړي په سکريننګ نزدې ً 7 زره روپۍ مصرف كوي

مزید خبریں