اولسي پوهاوې ٬ په وخت تشخيص او مؤثره درملنې د صحت مندې او هېپاټائټس فري ټولنې ضمانت دے: سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي اولسي پوهاوې ٬ په وخت تشخيص او مؤثره درملنې د صحي او هېپاټائټس فري ټولنې ضمانت دے۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د تور زيړي نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د هېپاټائټس په اړه پوهاوې ٬ تشخيص او درملنو ته لاس رسۍ كښې ولاړ خنډان به لرې كول وي۔ ده ووئيل  …

اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي اولسي پوهاوې ٬ په وخت تشخيص او مؤثره درملنې د صحي او هېپاټائټس فري ټولنې ضمانت دے۔ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د تور زيړي نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د هېپاټائټس په اړه پوهاوې ٬ تشخيص او درملنو ته لاس رسۍ كښې ولاړ خنډان به لرې كول وي۔ ده ووئيل  تور زيړے يو خاموش مګر د مخ نيوي  وړ او درملنه لرونكے رنځ دے او د دې ختمولو له به حكومت٬ طبی پوهانو ٬ سول سوسائټۍ او اولس له په ګډه هڅې كول وي دغسې چې تر كال 2030 صحتِ عامه لپاره د دې رنځ د خطر جوړېدو لاره ونيولې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن په وګړو زور راوړو چې هغوي  احتياط وكړي ٬ په وخت د هېپاټائټس ټېسټ  وكړي او نور هم په دې اړه خبر كړي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې سېنېټ به صحت عامه ته ودې وركولو او هر وګړي لپاره معياري طبي آسانۍ باوري كولو له د مؤثره قانوني سازۍ او پالېسۍ جوړولو بشپړ ملاتړ به دوامدار ساتي۔