اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي وګړي د هيپاټائټس مرګونې قسمونو څخه ساتلو لپاره معياري سکريننګ، تشخيص او د علاج تر سهولتونو د كوم امتياز نه غېر رسنې ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د "هيپاټائټس سي خاتمې لپاره د وزيراعظم قامي پروګرام" پيل يو تاريخي او غېر معمولي اقدام دے۔ د هيپاټائټس نړيوالې ورځ كومه چې نن د (نهې) په ورځ لمانځلې …
وګړي د هيپاټائټس مرګونې قسمونو څخه ساتلو لپاره معياري سکريننګ، تشخيص او د علاج تر سهولتونو د كوم امتياز نه غېر رسنې ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي: د وزيراعظم شهباز شريف د هيپاټائټس نړيوالې ورځ په موقع پېغام
اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي وګړي د هيپاټائټس مرګونې قسمونو څخه ساتلو لپاره معياري سکريننګ، تشخيص او د علاج تر سهولتونو د كوم امتياز نه غېر رسنې ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ٬ د “هيپاټائټس سي خاتمې لپاره د وزيراعظم قامي پروګرام” پيل يو تاريخي او غېر معمولي اقدام دے۔ د هيپاټائټس نړيوالې ورځ كومه چې نن د (نهې) په ورځ لمانځلې كېږي په مناسبت سره خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان د هيپاټائټس نړيوالې ورځ په موقع ګردې نړۍ سره په ګډه د دې مرګوني زنځ خاتمې لپاره د خپل غېر متزلزل عزم پخلے كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل پاکستان هيپاټائټس سي څخه په زياتو متاثره هېوادونو كښې شامل دے او د څو لسيزو راهسې د صحت عامه دې مسئلې سره مخ دے، د هيپاټائټس سنګينو مرګونې قسمونو څخه ساتلو لپاره د وګړو معياري سکريننګ، تشخيص او د علاج تر سهولتونو د كوم فرق نه غېر رسنې ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ۔۔ ده ووئيل حكومت د دې رنځ مخنيوي لپاره په 2025 كښې د “وزيراعظم د هيپاټائټس خاتمې قامي پروګرام” پېل كړے كوم چې يو تاريخي او غېر معمولي اقدام دے، د دې پروګرام مقصد د لکھونو په شمېر پاکستانيانو ته په وخَت وړيا سکريننګ، تصديقي تشخيص او د موثره علاج سهولتونه وركول دي، د دې پروګرام عملي نفاذ له مخې په اسلام آباد كښې د سکريننګ، تشخيص او علاج خدمات په رسمي توګه پېل شوې دي او په ټولو لويو سركاري مركزونه او روغتونه په دې پروګرام كښې بشپړ ګډون كوي، د دې نه علاوه تر اولس د خدمات آسانه رسنه باري كولو لپاره موبائل سکريننګ پروګرام هم پېل شوے دے ، ده ووئېل د سکريننګ نه علاوه كومو كسانو ته چې د نور تشخيص او علاج ضرورت دے ھغوي فري آف كاسټ په دې پروګرام كښې شاملولې شي۔ وزيراعظم ووېيل د هيپاټائټس رنځ مخنيوي لپاره حکومت د غير معياري سرنجز جوړولو، ترسيل او په بيا استعمال بندېز لګولے دے ٬ په دې تناظر كښې په روغتونونو كښې د دارو درملو او د حفظان صحت د اصولو د پابندۍ خاص هدايات جاري كړې شوي او په ھغې په عملدرآمد كښې بې غوري كونكې عملې څخه ځواب غوښتل باوري كړے شوے ۔ وزيراعظم ووئېل د دې رنځ نه بچ كولو او د دې د مخنيوي په جنګ كښې د ډاکټرز، نرسز، ليبارټري پوهانو او د صحت عامه ټوله عمله كومه چې په وړومبي صف كښې شريك ده د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم خاص تاکيد وکړو چې دا كسان دې د خدمت د جذبې او په وظيفائي فرض كښې د ستړو روښانه مثال وګرځي، راځۍ چې په ګډه د صحت مند پاكستان جوړولو له د خپل لوظ تجديد وكړو۔ ده دا باور څرګند كرو چې د ګډې هلو ځلو، شريكې مرستې ، سائنسي جدت، اولسي شموليت او د لوي څښتن په فضل و کرم سره به مونږ تر 2030ء هيپاټائټس سي د صحت عامه لپاره د يو لوي خطر په توګه خاتمه كولو سره خپل قامي عزم او نړيوالو هدفونه سر كړو۔









