د صدر مملکت  د فرانس او سپېن په ځنګلونو د لګېدلي اور د لاسه په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

 اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د فرانس او سپېن په ځنګلونو كښې د لګېدلي اور په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان او خپره شوې تباهۍ د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ځپليو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كړه۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د فرانس او …

 اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د فرانس او سپېن په ځنګلونو كښې د لګېدلي اور په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان او خپره شوې تباهۍ د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ځپليو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كړه۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د فرانس او سپین حكومتونو او اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔ ده فائر فائټرز او د مرستې كارمندانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې موسمياتي بدلون ټول انسانيت لپاره ګډ چېلنج دے۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان هم د موسمياتي بدلون دلاسه د زيات ځپلې شوو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ ده ووئيل په ګډو چېلنجونو قابو موندلو له په نړيواله كچه يووالې او اجتماعي هڅو ته اړتيا ده۔