واشنګټن ۔27جولائي (اے پي پي) په مينځني ختيز كښې د امرېكې سینئر کمانډر ایډمرل بریډ کوپر د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ ته مشورہ وركړې ده چې د آبنائے ہرمز خوا و شا ایراني اهداف باندې بريدونه اوس هغسې موثر پاتي نه شول ۔ رشیا ټوډے د امریکې نیوز ویب سائټ ایګزیوس تر مخه ووئېل د یو ایس سیټرل کمانډ مشر ایډمرل بریډ کوپر په مبینه توګه ټرمپ ته وئېلي دي …
د آبنائے ہرمز خوا و شا ایراني اهداف باندې بريدونه اوس هغسې موثر پاتي نه شول ، د امریکائي پوځ صدر ډونلډ ټرمپ ته مشورہ

مزید خبریں
واشنګټن ۔27جولائي (اے پي پي) په مينځني ختيز كښې د امرېكې سینئر کمانډر ایډمرل بریډ کوپر د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ ته مشورہ وركړې ده چې د آبنائے ہرمز خوا و شا ایراني اهداف باندې بريدونه اوس هغسې موثر پاتي نه شول ۔ رشیا ټوډے د امریکې نیوز ویب سائټ ایګزیوس تر مخه ووئېل د یو ایس سیټرل کمانډ مشر ایډمرل بریډ کوپر په مبینه توګه ټرمپ ته وئېلي دي چې په سيمه كښې د بمبارۍ لپاره ټاكلي اهداف تر ډېره حده ختم شوي دي ځكه د نورو بريدونو كولو څه ګټه نشه ۔د امریکې صدر په آبنائے هرمز او ایران د 13 ورځو نه روانه بمباري د جمعې په ورځ اودرولې وه ۔ په دې مهال د ثالثۍ په هلو ځلو كښې د تندوالي اطلاعات سره سره ګنو امريكائي خبر رسنو ادارو رپورټ كړې چې د امریکې صدر مينځني ختيز كښې د ایران د ځوابي میزائل او ډرون بريدونو مقابلې لپاره د كارېدونكو انټرسیپټرز ذخیره كښې د كمي په اړه هم فکر مند دے خو صدر د دغې خبرې تردید وكړو چې د امریکې سره د ګوله بارود کمے دے











