د طالبان رجیم خلاف وسله وال مزاحمت كښې كښې تندي راغله ، د بدخشاں  په بېلو بېلو اولسواليو كښې نښتې ، د راکټ  په بريد كښې    7 اهلکار مړه شول

اسلام آباد۔27جولائي  (اے پي پي) د طالبان رجیم خلاف وسله وال  مزاحمت  كښې تندي روانه ده  ، د بدخشان ولايت په  بېلا بېلو اولسواليو كښې نښتې شوي دي  او  صورتحال  ډېر تاوجن  شوے  دے ۔  تفصیلات  تر مخه  د بدخشاں ولايت په بېلو اولسواليو یفتل او زیباک كښې رامخې ته شوو نښتو  د طالبان رجیم  په افغانستان د کنټرول  ادعاګانو  په اړه پوښتنې رامخې ته كړي دي، د افغان طالبان …

اسلام آباد۔27جولائي  (اے پي پي) د طالبان رجیم خلاف وسله وال  مزاحمت  كښې تندي روانه ده  ، د بدخشان ولايت په  بېلا بېلو اولسواليو كښې نښتې شوي دي  او  صورتحال  ډېر تاوجن  شوے  دے ۔  تفصیلات  تر مخه  د بدخشاں ولايت په بېلو اولسواليو یفتل او زیباک كښې رامخې ته شوو نښتو  د طالبان رجیم  په افغانستان د کنټرول  ادعاګانو  په اړه پوښتنې رامخې ته كړي دي، د افغان طالبان مخالف وسله والې ډلې د  افغانستان فریډم فرنټ د اړخه د کابل  نه بدخشاں  ته په  تلونكې د طالبانو  په عسكري قافله د  راکټ بريد كړے دے  چې پكښې افغان طالبان ته لوي ځاني زيان اوړېدلے دے او  7 اهلکار مړه  او 6 شدید ژوبل شوي دي   ۔د  سماجي رابطې په وېب  پاڼه ایکس  جاري د افغانستان فریډم فرنټ بیاان تر مخه د  تنظیم جنګيالو  تر شمالي سالنګ د افغان طالبانو د عسكري  قافلې د تګ راتګ تعاقب  وكړو ،  د افغان طالبانو عسكري قافلې په  بدخشان كښې تعیناتۍ لپاره    اضافي نفري او  پوځي سازوسامان منتقل کولو  ،د دې نه وړاندې د خالي په ورځ  د بدخشان  په  زیباک اولسوالۍ كښې هم  د تنظیم جنګيالو د افغان طالبانو دوه  پوځي ډرونز ويشتلې وو ، د جمعې په ورځ  هم جنګيالو د افغان طالبان چورلكې په زیباک اولسوالۍ كښې د كوزېدو نه  په بېرته تګ  مجبوره كړې وې  ۔ د نوموړي افغان خبريال بلال سروري تر مخه د فریډم فرنټ پرله پسې كاروائۍ  او  ډرون  بريدونه د زياتېدونكې  جنګي صلاحیت، منصوبه بندۍ ، انټیلی جنس، لاجسټکس او د چمتوالي  ثبوت دے ۔د پخواني افغان نائب صدر امراللہ صالح  تر مخه  افغان طالبان رجیم جائز حکومت نه دے ، د دې خلاف سیاسي و عسکري مزاحمت به لا  منظم كېږي، كوم به چې آخر  د طالبانو د اقتدار د خاتمې سبب ګرځي

مزید خبریں