پاکستان او د امریکې ترمينځه د کاروباري و سرمایه کارۍ مرستې نوے باب، د نوموړو امریکائي سرمایه کارو ، کاروباري شخصیات او د  ټیکنالوجۍ پوهانو  40 كسيز  پلاوي د پاکستان دوره

اسلام آباد۔27جولائي  (اے پي پي)د پاکستان او امریکې تر مينځه د کاروباري و سرمایه کارۍ مرستې   نوے باب پېل شوے دے  ، نامتو  امریکائي سرمایه کارو، کاروباري شخصیات او د ټیکنالوجي پوهانو  40 كسيز پلاوې د 26  نه  تر 31 جولائي د پاکستان دوره کوي  ۔  د تفصیلات تر مخه د خاص سرمایه کاري سهولت کونسل (ایس آئي ایف سي ) په مؤثره سهولت کارۍ  پاکستان كښې غیر ملکي سرمایه …

اسلام آباد۔27جولائي  (اے پي پي)د پاکستان او امریکې تر مينځه د کاروباري و سرمایه کارۍ مرستې   نوے باب پېل شوے دے  ، نامتو  امریکائي سرمایه کارو، کاروباري شخصیات او د ټیکنالوجي پوهانو  40 كسيز پلاوې د 26  نه  تر 31 جولائي د پاکستان دوره کوي  ۔  د تفصیلات تر مخه د خاص سرمایه کاري سهولت کونسل (ایس آئي ایف سي ) په مؤثره سهولت کارۍ  پاکستان كښې غیر ملکي سرمایه کاري او نړيوال کاروباري روابط نوے رفتار مومي ، د ایس آئي ایف سي ،  تجارت وزارت او  د پاکستان سفارتخانې د بي ټو بي  ملاقاتونو، نیټ ورکنګ سیشنز او د پالیسي بریفنګز جامع پروګرام ترتیب كړے دے ،  د پلاوې  وزیراعظم، نائب وزیراعظم و خارجه وزیر او د ایس آئي ایف سي  چارواكو سره ملاقاتونه متوقع دي ، ملاقاتونو كښې  د سرمایه کارۍ ، کاروباري مرستې او  په نوو اقتصادي موقعو به خبرې كولې شي  ، د دورې په مهال به  تجارت وزارت ، چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري او د نورو  کاروباري و صنعتي ادارو سره هم  ملاقاتونه كېږي  ، د آئي ټي وزارت تر سېوري لاندې پي ایس اي بي، پاشا، نیشنل انکیوبیشن سینټر او د ټیکنالوجي اسټارټ اپس  په همكارۍ به د آئي ټي څانګه  خاص بریفنګ وركوي، د امریکې پلاوې ېه په دفاع، ایرو اسپیس، خلائي ټیکنالوجي، آئي ټي، توان، روغتيا، معدنیات او انفراسٹرکچر كښې د سرمایه کارۍ د موقعو جاج اخلي  ، د پلاوي غړي    شريكو منصوبو، اے آئي ، ټیلي میډیسن، معدنیات او په ډیجیټل انفراسټرکچر كښې سرمایه کارۍ له خوښي لري ، دا به دوره به د پاک–امریکا اقتصادي اړيكو، غیر ملکي سرمایه کارۍ، د شخصي څانګو د مرستې او د کاروباري روابطو لا مضبوطولو كښې مهم کردار ادا کوي۔

مزید خبریں