اسلام آباد۔27جولائی(اے پي پي) د پاكستان د اعلی كچې حكومتي پلاوي په جنېوا كښې د پولیو انډیپنډنټ مانیټرنګ بورډ (آئي اېم بي) غونډه كښې ګډون كولو سره د پوليو بشپړه خاتمې له د حكومت د كوټلي عزم پخلے وكړو او غونډه يۍ د وائرس منتقلۍ مخنيوي له اوسني پېشرفت او تګلارې څخه خبر كړه۔ د ګلوبل پولیو ایریډیکېشن انېشی اېټو لاندې د جوړ كړې شوي آزاد نګراني كونكے او جاج …
د اعلی كچې حكومتي پلاوي جنېوا كښې د پولیو انډیپنډنټ مانیټرنګ بورډ غونډه كښې ګډون ، د پوليو بشپړه خاتمې له د حكومت د كوټلي عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جولائی(اے پي پي) د پاكستان د اعلی كچې حكومتي پلاوي په جنېوا كښې د پولیو انډیپنډنټ مانیټرنګ بورډ (آئي اېم بي) غونډه كښې ګډون كولو سره د پوليو بشپړه خاتمې له د حكومت د كوټلي عزم پخلے وكړو او غونډه يۍ د وائرس منتقلۍ مخنيوي له اوسني پېشرفت او تګلارې څخه خبر كړه۔ د ګلوبل پولیو ایریډیکېشن انېشی اېټو لاندې د جوړ كړې شوي آزاد نګراني كونكے او جاج اغستونكے بورډ د 20 څخه تر 23 جولائی په جنېوا كښې د نړيوال پوليو كمپائن جاج واغست۔ پاکستان 1994 څخه د پاك پروردګار فضل دے طبي سائنس او ژوند بچ كونكي وېكسين كارولو سره د پوليو كېسونو كښې 99.8 فیصد کمے راوستے دے ۔ د 1990 لسيزې په پېل كښې هر كال نزدې 20 زره كېسونه رپورټ شوي وو۔ په كال 2025 كښې دا شمېره 31 ته او كال 2026 كښې 3 كېسونو ته راغله۔ په پاكستاني پلاوي كښې د روغتيا وزير مملكت ډاکټر ملک مختار احمد بھرتھ، د پوليو مخنيوي لپاره د وزیراعظم فوکل پرسن عائشه رضا فاروق، د بلوچستان چیف سېکرټری شکیل قادر خان، د خېبر پښتونخوا چیف سېکرټری شهاب علی شاہ، د پنجاب چیف سېکرټری زاهد اختر زمان، د سندھ چیف سېکرټری آصف حیدر شاہ، د نېشنل اېمرجنسی آپرېشنز سېنټر کوآرډینېټر انورالحق او د پولیو پروګرام اعلی قيادت شامل وو۔ پاكستان لپاره خصوصي غونډې ته خپل خطاب كښې وزیرِ مملکت ډاکټر ملک مختار احمد بھرتھ ووئيل پاکستان د پولیو وائرس منتقل كېدو مخنيوي او نړۍ د پوليو څخه پاكولو ګډ هدف سر كولو له خپلو ذمه وارو څخه خبر دے۔ ده ووئيل د تېر يو كال په مهال د وائس په منتقلۍ كښې ښكاره كمے رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل په پاكستان كښې پولیو ختمول اوس يوازې د يو پروګرام ذمه واري نه ده بلكې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ټول حكومت ګډ قامي مشن دے په كوم كښې چې د وفاق ٬ صوبې او په ضلعي كچه په كوټلي ډول كار كولې شي دغسې چې هر كمپائن په معيار ٬ تسلسل او احتساب سره مكمل شي










