اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د وزيراعظم په ايکسيس ټو فنانس پلان 28-2026 په تندۍ سره عملدرامد لپاره د جوړې كړې سټيئرنګ کميټۍ وړومبۍ غونډې مشري وكړه ٬ په غونډه كښې د وروكي او مېنځنۍ درې کاروباري ادارو، زراعت، انفارميشن ټيکنالوجي (آئي ټي)، برآمدات، د تجديد وړ توان او هاٶسنګ پشمول ترجيحي څانګو لپاره ارزان او اسانه مالي سهولتونو باوري كولو …
د خزانې وزير په مشرۍ كښې “ماليات ته د رسنې” د سټيئرنګ کميټۍ وړومبۍ غونډه، په ايکسيس ټو فنانس پلان په تندۍ سره د عملدرآمد امر

مزید خبریں
اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د وزيراعظم په ايکسيس ټو فنانس پلان 28-2026 په تندۍ سره عملدرامد لپاره د جوړې كړې سټيئرنګ کميټۍ وړومبۍ غونډې مشري وكړه ٬ په غونډه كښې د وروكي او مېنځنۍ درې کاروباري ادارو، زراعت، انفارميشن ټيکنالوجي (آئي ټي)، برآمدات، د تجديد وړ توان او هاٶسنګ پشمول ترجيحي څانګو لپاره ارزان او اسانه مالي سهولتونو باوري كولو لپاره د اقدامات جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې يو جامع بريفنګ وركړو شو چې پكښې په مجوزه ګورننس ډھانچه، خاص هدفونو ، د عملدرآمد په مختلف پړاٶنو ، مالي شموليت ته په ودې وركولو او په ترجيحي څانګو كښې تر رعايتي قرضو د رسنې په اقدامات تفصيلي رڼا واچولې شوه۔ دغسې کميټۍ د ايس ايم اي فنانس د ذيلي کميټۍ پيشرفت نه هم خبر كړې شوه او د حکومت د مهمو مالياتي پروګرامونو چې پكښې ذرخيز (آسان زرعي قرضه)، مېريا ګهر سكيم او پاکستان ايکسلريټډ وهيکل اليکټريفکيشن (PAVE) شامل دي د پېشرفت جاج واخستلے شو٬ د منصوبې مقصد اولس ته په كم لګښت اليکټرك بائيکس او اي رکشې وركولو سره ماحول دوست ټرانسپورټ پلو تلل دي۔ په غونډه كښې په مجوزه كچه په درې ګورننس فريم ورك هم غور وشو چې له مخې به ئې وزيراعظم ته د مياشتې رپورټ وړاندې كولې شي۔ د وفاقي وزير په مشرۍ كښې سټيئرنګ کميټي به هر پنځلس ورځې پس ستراتېژك جاج اخلي او د بېلو څانګو د ذيلي كمېټو په اوونيزو بنيادونو د پېشرفت جاج به اخستې شي۔ په غونډه كښې د رپورټنګ مجوزه نظام، ريزولوشن ټارګټ ډيټس ، منظم اسکيليشن ميکانزم او په رسمي توګه د پيش فت رپورټس د لارې ځواب وركول او د نګرانۍ لا










