د قومي اسمبلۍ سپيكر كېپټن راجه سرور شهيد (نشان حېدر) ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد۔27جولائی (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق کېپټن راجه سرور شهید (نشان حېدر) ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي هغه د وطن دفاع لپاره د ځانګړې مړانې او زړورتيا څرګندونه وكړه ، دا قرباني د پاك پوځ د سترو رواياتو يو روښانه باب دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه سپيكر د کېپټن راجه  سرور (نشان حېدر) د شهادت 78 م تلين په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ …

اسلام آباد۔27جولائی (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق کېپټن راجه سرور شهید (نشان حېدر) ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي هغه د وطن دفاع لپاره د ځانګړې مړانې او زړورتيا څرګندونه وكړه ، دا قرباني د پاك پوځ د سترو رواياتو يو روښانه باب دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه سپيكر د کېپټن راجه  سرور (نشان حېدر) د شهادت 78 م تلين په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل کېپټن سرور شهید د كشمير آزادۍ اولني جنګ كښې په 27 جولائی 1948 د دښمن په مړانه مقابلې كولو په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ ده ووئيل کېپټن راجه سرور شهید د نشان حېدر درناوې ترلاسه كوونكې اولنې شهيد دے٬ د شهيدانو قربانۍ د پاكستان د آزادۍ ٬ خپلواكۍ او سلامتيا ضمانت دي۔ ده ووئيل قام به د خپلو سترو شهيدانو قربانۍ تل احترام او عقيدت سره يادې ساتي ، د کېپټن راجه سرور شهید د ايثار جذبه ٬ فرض ترسره كول او وطن سره مينه نوي كول لپاره د لارې مشال ده۔ ده ووئيل د پاكستان ځواكونو تل د خپل وطن دفاع لپاره سترې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل د وطن دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكي شهيدان د قام وياړ دي ٬ د دغه شهيدانو د سترو قربانيو له امله پاكستان نن محفوظ او مضبوط دے۔ سپیکر سردار ایاز صادق کېپټن راجه سرور شهید نشان حېدر لپاره د لوړو درجه دعا وكړه۔