اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) پاكستان د كشمير شخړې په اړه د هندي دفاع وزير د زيات پارونكي او غېر مسؤولانه بيان سخته غندنه كړې ده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې خارجه وزارت په يو بيان كښې وئيلي چې د هندي دفاع وزير راج ناتھ سنګھ په بيان كښې نه يوازې د ملګرو ملتونو او په نړيوالو توګه د تسليم شوې كشميري شخړې حوالې سره حقائق مسخ كړې شوي دي …
پاكستان د هندي دفاع وزير پارونكے بيان په سختو ټكو وغندلو

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) پاكستان د كشمير شخړې په اړه د هندي دفاع وزير د زيات پارونكي او غېر مسؤولانه بيان سخته غندنه كړې ده۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې خارجه وزارت په يو بيان كښې وئيلي چې د هندي دفاع وزير راج ناتھ سنګھ په بيان كښې نه يوازې د ملګرو ملتونو او په نړيوالو توګه د تسليم شوې كشميري شخړې حوالې سره حقائق مسخ كړې شوي دي بلكې دې څخه سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا خطر سره مخ كولو له د هندي حكومت پالېسي هم په ډاګه كيږي۔ دا ډول بيانونه په مقبوضه كشمير د هند پرله پسې قبضې ٬ په منطقه كښې د ترهګرۍ سرپرستۍ او د خپل هېواد دننه بې ثباتۍ څخه د پام بل پلو اړولو هڅه ده۔ هند بايد ياد وساتي چې پاکستانې اولس او حكومت د كومې هم مهم جويۍ ناكامه كولو عزم لري لكه څنګه چې يۍ تېر كال د آپرېشن بنیان المرصوص په مهال د دې څرګندونه كړې وه۔ پاكستان په نړيواله ورورلۍ او په خاص توګه په ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغه دې د هند د پرله پسې جارحانه رويې نوټس واخلي او هغه دے د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو عملدرآمد كښې ناكامه وګرځوي په كومو كښې چې كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق ضمانت وركړے شوے دے۔











