د كېپټن سرور شهيد هېواد سره د مينې جذبه ٬ فرض ترسره كول او د جنګ مېدان كښې ځانګړې قرباني وركول راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال دے: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د کېپټن سرور شهید (نشان حېدر) د شهادت په ورځ د هغه مړانې او هېواد سره مينې ته د ټول قام لخوا پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د كېپټن سرور شهيد هېواد سره د مينې جذبه ٬ فرض ترسره كول او د جنګ مېدان كښې ځانګړې قرباني وركول راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم …

اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د کېپټن سرور شهید (نشان حېدر) د شهادت په ورځ د هغه مړانې او هېواد سره مينې ته د ټول قام لخوا پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د كېپټن سرور شهيد هېواد سره د مينې جذبه ٬ فرض ترسره كول او د جنګ مېدان كښې ځانګړې قرباني وركول راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د كېپټن سرور شهيد (نشان حېدر) د شهادت په 78 م تلين جاري شوي خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل ټول قام د وطن دفاع لپاره د هغه ځانګړې او سترې قربانۍ ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ کېپټن سرور شهید د كشمير آزادۍ اولني جنګ په مهال په 27 جولائی 1948 د دښمن په مړانه مقابله كولو سره د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ وزیراعظم ووئيل کېپټن سرور شهید هغه اولنے پاكستانے دے كوم ته چې د وطن دفاع لپاره د خپل ځان په قربانولو د نشان حېدر اعزاز وركړے شو۔ وزیراعظم ووئيل د کېپټن سرور شهید په څير مېړني فرزندان زمونږ وياړ او د پاكستان د مضبوطې دفاع ضمانت دي۔ ده ووئيل د كېپټن سرور شهيد هېواد سره د مينې جذبه ٬ فرض ترسره كول او د جنګ مېدان كښې ځانګړې قرباني راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال دے۔ وزیراعظم ووئيل ټول قام د کېپټن سرور شهيد په څير په ټولو مېړنو شهيدانو وياړي كومو چې د وطن دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه