ریاض ۔27جولائي (اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان او د برطانیې نوي وزیراعظم اینډي برنهم په ټیلې فون تماس نيولے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه د سعودي ولي عهد وزیراعظم اینډي برنهم ته په چوكۍ سنبھالولو مبارکي وركړه او د هغه کامیابۍ لپاره يې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده د دواړو هېوادونو ترميڼځه او د اولسونو ترمينځه د ښوو اړيكو …
د سعودي ولي عهد او د برطانېې وزیراعظم تماس، د حوثي ملیشیا د بريدونو غندنه

مزید خبریں
ریاض ۔27جولائي (اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان او د برطانیې نوي وزیراعظم اینډي برنهم په ټیلې فون تماس نيولے دے ۔ د ایس پي اے تر مخه د سعودي ولي عهد وزیراعظم اینډي برنهم ته په چوكۍ سنبھالولو مبارکي وركړه او د هغه کامیابۍ لپاره يې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده د دواړو هېوادونو ترميڼځه او د اولسونو ترمينځه د ښوو اړيكو هم ذکر وكړو۔ د برطانېي وزیراعظم د ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان د ښو جذبات ستائنه وكړه۔ هغه د حوثي ملیشیا د بريدونو او په بحیرہ احمر كښې د فریډم آف نیویګیشن ته د پیښو خطرو غندنه وكړه او د سعودي عرب امنيت او خود مختارۍ لپاره يې د برطانیه د مرستې پخلے وكړو ۔دواړو لارښودو د سعودي عرب او برطانیه تر مينځه د شته مرستې زياتولو او مضبوطولو په چارو هم خبرې وكړې











