د امريكې صدر ايران سره د جنګ په ارھ په درېو اپشنز غور كوي۔ نيويارك ټائمز

نيو يارك 27 جولائي (اے پي پي) د امريكې نوموړې ورځپاڼې نيويارك ټائمز ادعا كړې ده چې صدر ډونلډ ټرمپ ايران سره د جنګ په اړھ په درېو آپشنز غور كوي چې پكښې جنګ ته پراختيا وركول٬ د ايران په ضد نور بنديزونه لګول او د ايران په ضد د بريا اعلان كولو سره جنګ بندول شامل دي خو ورځپاڼې واضحه كړې ده چې د پنځو مياشتو نه د روان …

نيو يارك 27 جولائي (اے پي پي) د امريكې نوموړې ورځپاڼې نيويارك ټائمز ادعا كړې ده چې صدر ډونلډ ټرمپ ايران سره د جنګ په اړھ په درېو آپشنز غور كوي چې پكښې جنګ ته پراختيا وركول٬ د ايران په ضد نور بنديزونه لګول او د ايران په ضد د بريا اعلان كولو سره جنګ بندول شامل دي خو ورځپاڼې واضحه كړې ده چې د پنځو مياشتو نه د روان جنګ په مهال  اوس هم امريكا په خپلو هدفونو سر  كولو كښې پاتې راغے دے ۔ تاس د نيويارك ټائمز رپورټ په حواله ووئيل  صدر ډونلډ ټرمپ ايران سره د جنګ په صورتحال كښې بهترۍ لپاره په دريو آپشنز غور كوي٬ د ورځپاڼې له مخې په دې كښې پوځي تاٶ تريخوالي كښې زياتوالے٬ د ايران په ضد نوې اقتصادي   بنديزونه او په جنګ كښې د امريكې د فتح اعلان كولو سره د دې نه دستبرداري شامله ده۔ ورځپاڼې واضحه كړې ده چې په دې وروستيو اوونيو كښې نائب صدر جے ډي وينس، د دفاع وزير پيټ هيګستھ، د جوائنټ چيفس آف سټاف چيئرمين  جنرل ډين کين، د صدر زوم جيرډ کشنر او د دوي خاص استازي اسټيو وِټکوف سره په ملاقاتونو كښې ذكر شوو دريو واړو آپشنز باندې تفصيلي بحث شوے دے

مزید خبریں