د فتنة الهندوستان ترهګر عثمان څخه خپلې كورنۍ لا تعلقي اعلان كړه

   اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د فتنة الهندوستان ترهګر عثمان څخه خپلې كورنۍ د لا تعلقۍ اعلان كړے دے۔ د تفصیلات له مخې د فتنة الهندوستان ترهګرو څخه د هغوي كورنۍ په ښكاره توګه د كركې او لا تعلقۍ څرګندونه كوي۔ د ترهګر عثمان مور په تربت پرېس كلب كښې خپله وېنا كښې ووئيل چې څه موده ورځ عثمان په خپله مرضۍ خپل كور او كورنۍ سره جلا شوے و۔ …

 

 اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د فتنة الهندوستان ترهګر عثمان څخه خپلې كورنۍ د لا تعلقۍ اعلان كړے دے۔ د تفصیلات له مخې د فتنة الهندوستان ترهګرو څخه د هغوي كورنۍ په ښكاره توګه د كركې او لا تعلقۍ څرګندونه كوي۔ د ترهګر عثمان مور په تربت پرېس كلب كښې خپله وېنا كښې ووئيل چې څه موده ورځ عثمان په خپله مرضۍ خپل كور او كورنۍ سره جلا شوے و۔ وروستو هغه ما سره د رابطې كولو هڅه هم وكړه خو ما هغه سره هېڅ خبره  ونكړه۔ زما ٬ زما د خاوند او د عثمان د خوېندو هغه سره هېڅ قسمه تعلق نشته۔ عثمان د خپلو ذاتي پرېكړو او فعاليتونو پخپله مسؤل دے۔ د فتنة الهندوستان او فتنة الخوارج ترهګرو څخه د هغوي د كورنيو لا تعلقي دا په ډاګه كوي چې اولس د ترهګرۍ ناسور ختمول غواړي۔