د چین د ډیجیټل صنعت آمدن په كال 2025  كښې  39.6 ټریلین یوان  پاتي شو

بیجنګ ۔26جولائي (اے پي پي) د چین د ډیجیټل صنعت آمدن په كال 2025  كښې  39.6 ټریلین یوان  پاتي شو ۔د  سي جي ټي این  ترمخه د سټیټ انټرنیټ انفارمیشن آفس د اړخه جاري كړي ’’نیشنل انفارمیټائزیشن ډویلپمنټ رپورټ (2025)‘‘  په اړ ووئېل  په كال  2025  كښې د  چین ډیجیټل معیشت په بنیادي څانګو كښې  د زياتوالي قدر د جي ډي پي  10.5 فیصد نه زيات و ۔  په دغې …

بیجنګ ۔26جولائي (اے پي پي) د چین د ډیجیټل صنعت آمدن په كال 2025  كښې  39.6 ټریلین یوان  پاتي شو ۔د  سي جي ټي این  ترمخه د سټیټ انټرنیټ انفارمیشن آفس د اړخه جاري كړي ’’نیشنل انفارمیټائزیشن ډویلپمنټ رپورټ (2025)‘‘  په اړ ووئېل  په كال  2025  كښې د  چین ډیجیټل معیشت په بنیادي څانګو كښې  د زياتوالي قدر د جي ډي پي  10.5 فیصد نه زيات و ۔  په دغې مهال  د چین ډیجیټل صنعت  مجموعي آمدن 39.6 ټریلین یوان  پاتي  شو  ، كوم چې د تېر  كال په مقابل  كښې  8.8 فیصد زيات دے ۔  چین كښې د وګرو  د ډیجیټل کھپت حجم 25.3 ټریلین یوان  ته ورسېد  ،  په كوم كښې چې د كال  8.7 فیصد زياتوالے ریکارډ كړے شوے  ۔د هېواد په نیټ ورک بنیادي ډھانچه كښې هم ښكاره  ښه والے راغلے دے  ۔د   2025  تر اختتام چین كښې د  فائیو جي بیس سټیشنز مجموعی شمېره 48 لاکھه 38 زره ته رسېدلې  او دغسې د هېواد  په دريو كښې دوو برخو وګړو  د ګیګا هټ سټي معیار تر لاسه كړے دے

مزید خبریں