ابوظهبي ۔26جولائی (اے پي پي)د متحدہ عرب امارات نائب وزیراعظم او خارجه وزیر شیخ عبداللہ بن زاید آل نهیان د کاناډا خپل هم منصب انیتا آنند سره په ټیلې فون تماس نيولے دے ، په دې مهال دواړو لارښودو د خپلو اړيكو په لا مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه شیخ عبداللہ بن زاید آل نهیان د متحدہ عرب امارات او كاناډا ترمينځه …
د متحده ععرب امارات نائب وزيراعظم د كاناډا خارجه وزير سره تماس٬ په سيپا لوظنامه ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې

مزید خبریں
ابوظهبي ۔26جولائی (اے پي پي)د متحدہ عرب امارات نائب وزیراعظم او خارجه وزیر شیخ عبداللہ بن زاید آل نهیان د کاناډا خپل هم منصب انیتا آنند سره په ټیلې فون تماس نيولے دے ، په دې مهال دواړو لارښودو د خپلو اړيكو په لا مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د امارات نیوز ایجنسۍ وام تر مخه شیخ عبداللہ بن زاید آل نهیان د متحدہ عرب امارات او كاناډا ترمينځه د جامع اقتصادي شراکت دارۍ لوظنامې (سیپا) په خبرو اترو په کامیابۍ تر سره كېدو او لوظ نامې ته حتمي شکل په وركولو د كاناډا خارجه وزير له مبارکي وركړه ۔ ده پیش رفت د دواړو هېوادونو د مضبوطو اړيكو او په خاص توګه د اقتصادي ، تجارتي او سرمایه کارۍ په څانګو كںښې د مرستې لا زياتولو لپاره د شريك عزم عکاس وګرځولو ۔شیخ عبداللہ بن زاید آل نهیان ووئېل سیپا د دواړو هوېادونو تر مينځه د اقتصادي شراکت دارۍ د مضبوطولو پلو يو مهم سټریټجک ګام دے، دغسې په ریکارډ موده كښې د لوظ نامې تكميل د دواړو هېوادونو د شرېكې مرستې لا پراختيا او د ترقیاتي اهداف او د اولس خوشحالۍ لپاره د عزم څرګندونه ده ۔ دواړو وزيرانو د خبرو په مهال د شرېكې خوښې په بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې وكړې۔ دغسې دوي د مينځني ختيز د تازہ صورتحال جاج واغست او منطقه كښې د امن و استحکام ودې لپاره يې د سيمه ايزو او نړيوالو هڅو مضبوطولو په لارو چارو خبرې وكړې۔










