اسلام آباد۔26جولائي (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې وئېلي دي تور زيړے په نړيواله كچه د مرګونو اتم لوي سبب دے ، د كوم له امله چې هره ورځ نزدې 3500 كسان مري ٬ دغسې په ګرده نړۍ كښې هر كال نزدې 1.4 ملین كسان د ژوند څخه لاس وينځي ۔ د روغتيا پوهانو تر مخه راپور كښې وئېلي شوي د هیپاټائټس څخه د مرګونو تر ټولو لويه وجه …
تور زيړے په نړيواله كچه د مرګونو اتم لوي سبب دے، د كوم له امله چې هره ورځ نزدې 3500 كسان مري٬ ډبليو ايچ او

مزید خبریں
اسلام آباد۔26جولائي (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې وئېلي دي تور زيړے په نړيواله كچه د مرګونو اتم لوي سبب دے ، د كوم له امله چې هره ورځ نزدې 3500 كسان مري ٬ دغسې په ګرده نړۍ كښې هر كال نزدې 1.4 ملین كسان د ژوند څخه لاس وينځي ۔ د روغتيا پوهانو تر مخه راپور كښې وئېلي شوي د هیپاټائټس څخه د مرګونو تر ټولو لويه وجه د هیپا تائټس بي او سي دائمي انفیکشن دے كوم چې د ژوند اغستو پېچلتياو سبب ګرځي ۔ په ګرده نړۍ كښې نزدې 30 کروړه 40 لاکھه كسان د هیپاټائټس د وائرس ځپلي دي ۔ د ملګرو ملتونو تر مخه پاکستان كښې هیپاټائټس بي او سي څخه د ځپلو شمېر يو کروړ 20 لاکھه ته نزدې دے ۔ نامتو طبي ماهر ډاکټر شهزاد حسین خپل راپور كښې وئېلي دي پاکستان كښې د هیپاټائټس مجموعي شرح نزدې د 7.6 فیصد برابر ده چې پكښې هیپاټائټس سي نه 4.8 فیصد او د هیپاټائټس بي نه 2.5 فیصد خلق متاثره دي ۔ ده ووئېل غیر محفوظ انجیکشن او د بيا كارېدونكو سرنجونو څخه پاکستان په هیپاټائټس سي كښې په نړۍ كښې په دوېم لمبر دے ده ووئېل پنجاب كښې 5.4 فیصد كسان د هیپاټائټس سي ٬ سندھ كښې 2.55 فیصد نه تر 14.3 فیصد،خیبر پښتونخوا كښې 6.07 فیصد كسان د هیپاټائټس سي ځپلې دي او بلوچستان كښې دا شرح 25.77 فیصد ته رسېدلې ده ۔ ډاکټر سکندر اقبال خپل رپورټ كښې وئېلي دي د روغتيا نړيوالې ادارې تر كال 2030 هیپاټائټس د اولسي روغتيا لپاره د خطر په توګه ختمولو هدف ټاكلے دے د كومې تر مخه چې نوې انفیکشنز كښې 90 فیصده او د كال مرګونو كښې 65 فیصد د کمي راوستو هدف مقرر کړے شوے ۔ دغسې د ځپلو كسانو 90 فیصد تشخیص او 80 فیصد د درملنې او د هیپاټائټس بي ویکسی نیشن اهداف كښې شامل دي ۔ دغسې نړيوالې ادارې د نوو زېږېدونكو كوچنيانو د تور زيړي نه تحفظ په اړه حفاظتی ویکیسی نیشن د 90 فیصد نه د زياتولو شرح هم هدف ګرځولې ده ۔











