اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) چين د ايران او امريکې ترمېنځه مفاهمتي يادداښت كښې د پاکستان د ثالثۍ او سفارتي هلو ځلو ستائنه كولو سره په دې لړ كښې د اسلام آباد د كردار د بشپړه ملاتړ څرګندونه كړې ده۔ دا څرګندونه د چين خارجه وزير وانګ اي او د پاکستان نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د اېس سي او خارجه وزيرانو غونډې په موقع …
چين د ايران او امريکې ترمېنځه مفاهمتي يادداښت كښې د پاکستان د ثالثۍ او سفارتي هلو ځلو ستائنه٬ د بشپړه ملاتړ څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) چين د ايران او امريکې ترمېنځه مفاهمتي يادداښت كښې د پاکستان د ثالثۍ او سفارتي هلو ځلو ستائنه كولو سره په دې لړ كښې د اسلام آباد د كردار د بشپړه ملاتړ څرګندونه كړې ده۔ دا څرګندونه د چين خارجه وزير وانګ اي او د پاکستان نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د اېس سي او خارجه وزيرانو غونډې په موقع ملاقات كښې كړې۔ د خالي په ورځ نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار خپل ايکس پوسټ كښې د چائنا ګلوبل ټيلي وژن نيټ ورك رپورټ شيئر كړې۔ د رپورټ له مخې په ملاقات كښې دواړو مشرانو په بېلو څانګو كښې دوه اړخَيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو او سيمه ايز او په نړيوالو چارو شريكې رابطې او همكاري زياتولو له سلا شوې ده۔ د دې نه علاوه په ګڼ اړخيزه فورمز مشترکه مرسته لا قوي كولو لپاره هم د عزم پخلے شوے دے ۔ په دې موقع سينيټر محمداسحاق ډار ووئيل پاكستان به په منطقه كښې امن ته وده وركولو او د شخړو سوله ايز حل لپاره د ثالثۍ خپل هڅې جاري ساتي۔ ده چين سره د نزدې مرستې د لارې سيمه ايز امن، استحکام او د پرمختګ مشتركه هدفونه ترلاسه كولو لپاره د عزم پخلې هم وكړو۔










