بلوچستان كښې تل پاتي امن لپاره به وفاقي حکومت هر ممكن مرسته روانه ساتي٬ د امن بحالۍ لپاره په ماسټر پلان سمدستي او موثره عملدرامد د وخت مهم ضرورت دے۔ سيد محسن نقوي

اسلام آباد/کوئټه 25 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير سيد محسن نقوي وئيلي دي په بلوچستان كښې تل پاتي امن لپاره به وفاقي حکومت هر ممكن مرسته روانه ساتي٬ د امن بحالۍ لپاره په ماسټر پلان سمدستي او موثره عملدرامد د وخت مهم ضرورت دے٬ د امن او امان په تګلاره كښې دې د بلوچستان پوليس د  پخوانو مشرانو د تجربو او مشاورت څخه مکمل استفاده وكړی …

اسلام آباد/کوئټه 25 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير سيد محسن نقوي وئيلي دي په بلوچستان كښې تل پاتي امن لپاره به وفاقي حکومت هر ممكن مرسته روانه ساتي٬ د امن بحالۍ لپاره په ماسټر پلان سمدستي او موثره عملدرامد د وخت مهم ضرورت دے٬ د امن او امان په تګلاره كښې دې د بلوچستان پوليس د  پخوانو مشرانو د تجربو او مشاورت څخه مکمل استفاده وكړی شي۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي د خالي په ورځ د كوئټه دوره كړې او د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي سره ئې ليدلي۔ په دې موقع د وفاقي وزير محسن نقوي او وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې په بلوچستان كښې د امن و امان په اړه د لوړې كچې غونډه شوې۔ د غونډې په مهال وزيراعليٰ د صوبې د امن او امان په مجموعي صورتحال٬ جاري اقداماتو او په راتلونكې لائحه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع په بلوچستان كښې د ترهګرۍ مخنيوي فورس او د پوليس وظيفائي استعداد كار د لا ښه كولو پرېكړه وشوه او د صوبې پوليس مضبوطو په پرېكړو پېشرفت تېزولو له هم سلا وشوه۔ د داخله وزارت لخوا ضروري وسائلو كښې د بشپړه مرستې باور وركولو سره داخله وزير محسن نقوي ووئيل چې بلوچستان كښې تل پاتي امن لپاره به وفاقي حکومت هره ممكن مرسته جاري ساتي٬ د امن بحالۍ لپاره په ماسټر پلان سمدستي او موثره عملدرامد د وخت اهم ضرورت دے۔ وفاقي وزير ووئيل چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې جديد ټيکنالوجي، بهتر انټيلي جنس او كوټلې لائحه ضروري ده، وفاق او د بلوچستان حکومت امن لپاره بشپړه وحدت او همكارۍ سره مخ په وړاندې روان دي۔ په دې موقع د د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي هم غونډې ته وېنا وكړه

مزید خبریں