اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي) د امنيتي ځواكونو په استخباراتي بنياد آپریشن العزم تر مخه بلوچستان كښںې د ترهه ګرۍ خلاف مؤثر کارروائۍ روانې دي ، د بلوچستان مستونګ ضلعې په کھډ کوچه كښې دامنيتي ځواكونو په کامیابه کارروائۍ كښې فتنہ الخوارج پرله پسې تباهۍ سره مخ ده ۔ د سکیورټي ذرائع تر مخه د امنيتي ځواكونو په آپریشن العزم كښې تر اوسه د وژلے شوو ترهه ګرو شمېره 13 …
د امنيتي ځواكونو په استخباراتي بنياد د آپریشن العزم تر مخه بلوچستان كښںې د ترهه ګرۍ خلاف مؤثر کارروائۍ روانې دي

مزید خبریں
اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي) د امنيتي ځواكونو په استخباراتي بنياد آپریشن العزم تر مخه بلوچستان كښںې د ترهه ګرۍ خلاف مؤثر کارروائۍ روانې دي ، د بلوچستان مستونګ ضلعې په کھډ کوچه كښې دامنيتي ځواكونو په کامیابه کارروائۍ كښې فتنہ الخوارج پرله پسې تباهۍ سره مخ ده ۔ د سکیورټي ذرائع تر مخه د امنيتي ځواكونو په آپریشن العزم كښې تر اوسه د وژلے شوو ترهه ګرو شمېره 13 ته رسېدلې ده ، د کارروائۍ په مهال د فتنه الهندوستان ګنې ژالې ړنګې كرې شوې او د کامیاب آپریشن په مهال وسله ، بارود او د آئي اي ډي جوړولو مواد هم برآمد کړے شوي۔ د سکیورټي ذرائعو وېنا ده د امنيتي ځواكونو په موثره کارروائۍ كښې د فتنہ الهندوستان ګنو ترهه ګرو د ژوبل كېدو هم مصدقه اطلاعات راغلي دي۔ بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ خاتمې او امن و امان راوستو لپاره د سیکیورټي فورسز کاروائۍ به پرله پسې روانې وي۔










