اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظیم د خارجه وزيرانو کونسل په غونډه كښې د تاجکستان خپل هم منصب سراج الدین محي الدین سره ملاقات وكړو چې پكښې په سيمه ايز او نړيوال صورتحال خبرې وشوې۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر تر مخه دواړو لارښودو د پاکستان او تاجکستان د …
د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د تاجكستان خارجه وزير سره ملاقات ٬ په سيمه ايز او نړيواله صورتحال خبرې اترې

مزید خبریں
اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظیم د خارجه وزيرانو کونسل په غونډه كښې د تاجکستان خپل هم منصب سراج الدین محي الدین سره ملاقات وكړو چې پكښې په سيمه ايز او نړيوال صورتحال خبرې وشوې۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر تر مخه دواړو لارښودو د پاکستان او تاجکستان د زړو ، ورورولۍ او د نزدې اړيكو پخلي كولو سره د تجارت، سرمایه کارۍ ، رابطې، توان، كلتور او اولسي روابط پشمول بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې لا پراخه كولو لپاره د شريك عزم پخلے وكړو ۔ دوي په دې خبره هم زور راوړو چې دوه اړخيزه همكاري لا مضبوطولو لپاره د اعلیٰ كچې روابط تسلسل ډېر مهم دے ۔د تاجکستان خارجه وزير سراج الدین محي الدین منطقه كښې امن، استحکام او د سيمه ايزو مسائلو امناكه حل ته ودې لپاره د پاکستان د پرله پسې هلو ځلو د مرستې پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم خبرې وكرې او امن، استحکام او د خوشحالۍ ودې لپاره يې په ګن اړخيزه فورمز د مرستې په اهمیت زور دراوړو۔









