نائب وزیراعظم د اېس سي او خارجه وزيرانو كونسل غونډې په موقع د بیلاروس خارجه وزیر سره وليدل

اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي)نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان  په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظیم د خارجه وزيرانو  د کونسل غونډې په موقع د بیلاروس خارجه وزیر  میکسم ریزینکوف سره ملاقات وكړو چې پكښې د شريكو دوه اړخيزه اړيكو  په ودې د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه  دواړو ډلو  د …

اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي)نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د کرغزستان  په چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظیم د خارجه وزيرانو  د کونسل غونډې په موقع د بیلاروس خارجه وزیر  میکسم ریزینکوف سره ملاقات وكړو چې پكښې د شريكو دوه اړخيزه اړيكو  په ودې د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه  دواړو ډلو  د پاکستان او بیلاروس  اړيكو جاج واغست او بېلو څاڼكو كښې  د مرستې لا  مضبوطولو لپاره يې د خپل عزم پخلے وكړو ۔دوي د اعلیٰ كچې روابط  تسلسل له او د پاکستان۔بیلاروس د مشترکه وزارتې کمیشن  ٩م  غونډې  كومه به چې د  11 نه تر  12 اګست اسلام آباد كښې د  پاکستان  په كوربتوب  كېږي لپاره هم نېكې هيلې ولرلې   دواړو لارښودو اقتصادي او تجارتي مرستې  ته پراختيا وركولو ، دفاع، كركېلې، ټیکنالوجۍ او د افرادي قوت تبادلې په  څانګو كښې  د همكارۍ  لا زياتولو په لارو چارو  هم خبرې وكرې  او د يوې  جامع مرستې   د تګلارې (2027-2025)  لپاره يې  د خپل عزم پخلے وكړو۔ دواړو خارجه وزيرانو په سيمه ايز  صورتحال او د شرېكې خوښې  په چارو هم خبرې وكرې ۔  خارجه وزير ریزینکوف د امریکې۔ایران صورتحال په اره خبرې مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاكسشتان د ګټور  کردار ستائنه او  منطقه كښې  د امن و سلامتیا ودې لپاره  د پاکستان د پرله پسې  هڅو ستئانه وكړه۔