اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي) افغانستان كښې د ترهه ډلو فعاليتونه هغسې روان دي ، د طالبان رجيم په ناکامۍ د امريکې خارجه محکمې په ښكاره ټكو مؤقف خپلولو سره وئېلي دي افغان طالبان رجيم په دوحه لوظ نامه كښې په كړو امن وعدو تر سره كولو كښې ناکامه راغلے دے او افغانستان د ترهه ګرو مركز چور شوے دے ۔ د امريکې خارجه وزارت افغان طالبان رجيم د ترهه …
افغانستان كښې د ترهه ګرو فعاليتونه روان دي، د طالبان رجيم په ناکامۍ د امريکې خارجه محکمې څرګند مؤقف

مزید خبریں
اسلام آباد۔25جولائي (اے پي پي) افغانستان كښې د ترهه ډلو فعاليتونه هغسې روان دي ، د طالبان رجيم په ناکامۍ د امريکې خارجه محکمې په ښكاره ټكو مؤقف خپلولو سره وئېلي دي افغان طالبان رجيم په دوحه لوظ نامه كښې په كړو امن وعدو تر سره كولو كښې ناکامه راغلے دے او افغانستان د ترهه ګرو مركز چور شوے دے ۔ د امريکې خارجه وزارت افغان طالبان رجيم د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې مکمل نامكام ګرځولے دے ۔ وائس آف امريکا ته تر لاسه شوي يو آفيشل اي ميل كښې د امريکې خارجه محکمې واضحه كړې چې افغان طالبان رجيم د ترهه ګرۍ مخ نيوي وعدو تر سره كولو كښې پرله پسې ناكامۍ سره مخ دے۔انتها پسندو او ترهه ګرو ډلو افغانستان يو خوندي پناه ګاه او د سيمه ايزو بريدونو لپاره لانچنګ پيډ جوړ كړے دے ۔د امريکې خارجه محکمې وئېلي دي د افغان طالبان ناکامي تشدد ته هوا وركړه چې ورسره منطقه كښې امن او استحکام سخت وځپلې شول ۔دا غبرګون د روس او ملګرو ملتونو د اړخه افغانستان كښې د داعش او القاعده فعاليتونو نه پس رامخې ته شوے دے ۔په اوسنو كښې د افغانستان په صورتحال دتشويش كښې د روس خارجه وزير سرګئۍ لاوروف خبردارے وركړے ؤ چې داعش خراسان افغانستان د بيس په توګه كارولو سره تر مينځۍ اسيا د څپرېدو کوشش كوي ۔د روسيه خارجه محكمې ډائريکټر پيوټر ايليچيف 19مه د ترهه ګړۍ مخ نيوي غونډه كښې د افغانستان څخه د پېدا كېدونكو امنيتي خطرو په ړه بريفنګ وركولو كښې ووئېل افغان طالبان د امن لوظ نامې په نوم يوازې نړۍ غولولې ده ۔ افغانستان كښې دا وخت د 20 نه د زياتو ترهه ګرو تنظيمونو 23 زره جنګيالي فعاله دي ۔ملګرو ملتونو هم څو وارې افغانستان كښې د شته ترهه ګرو تنظيمونو په خاص توګه د تحريک طالبان پاکستان د شتوالي انکشاف کړے دے ۔د ملګرو ملتونو سيکورټي کونسل په 4 فرورۍ 2026 جاري كړي راپور تر مخه په افغان خاوره د تحريک طالبان پاکستان (فتنه الخوارج) ترهه ګر هغسې فعاله دي جرته چې د هغوي لپاره سازګار ماحول برقرار دے۔









