د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته وېنا، د شنګھائي مرستې تنظيم د منشور مقاصد سره د پاکستان د تړون پخلے

  اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم د منشور  مقاصد سره د پاکستان د بشپړ تړون يو ځل بيا پخلي كولو سره وئيلي دي مونږ د شنګھائي مرستې تنظيم په صلاحيتونو پوخ باور لرو او پاكستان به د باور وړ او په زړه پورې شراكتدار په حېث خپله منطقه كښې تل پاتي امن او دا د …

 

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شنګھائي مرستې تنظيم د منشور  مقاصد سره د پاکستان د بشپړ تړون يو ځل بيا پخلي كولو سره وئيلي دي مونږ د شنګھائي مرستې تنظيم په صلاحيتونو پوخ باور لرو او پاكستان به د باور وړ او په زړه پورې شراكتدار په حېث خپله منطقه كښې تل پاتي امن او دا د مشتركه خوشحالۍ مركز جوړولو كښې خپل كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د کرغزستان چولپون آتا ښار كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (ايس سي او) د خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده د کرغز جمهوريه خارجه وزير ته د شنګھائي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو د غونډې په كاميابۍ مباركي وركړه۔ ده ووئيل زه د کرغزستان صدر جپاروف وژن ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم د چا قيادت چې په مېنځنۍ اسياء كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره ثابت قدمۍ سره د شنګھائي مرستې تنظيم ترقۍ او پيشرفت كښې ځانګړے كردار لري۔ ده ووئيل د ’’شنګھائي فائيو‘‘ او د دې نه وروستو د شنګھائي مرستې تنظيم باني غړي په حېث کرغزستان ’’شنګھائي سپرټ‘‘  ته په مېنځنۍ اسياء او د شنګھائي مرستې تنظيم كورنۍ ته مضبوط بنياد وركولو كښې مهم كردار لوبولے دے، د کرغزستان قائدانه کردار زمونږ د مشترکه سلامتيا د نظام يو بنيادي ستن ده۔ ده ووئيل په كال 2001 كښې د جوړېدو نه وروستو د شنګھائي مرستې تنظيم د سيمه ايزې مرستې يو مضبوط ستن ګړځېدلې ده چا چې امن، سلامتيا، استحکام، اقتصادي روابطو او د غړو هېوادونو ترمېنځه د كلتوري تبادلو په وده كښې مهم پېشرفت كړے دے۔ ده ووئيل د خپلې 25مې سالګرې په موقع مونږ د ’’شنګھائي سپرټ‘‘ د تل پاتي مهم پخلے كوو كوم چې په شريك اعتماد، مساوات، كلتوري احترام، مشترکه ترقۍ او ګټورې سفارت کاري د لارې زمونږ د اجتماعي هلو ځلو لارښودنه كوي۔ نائب وزيراعظم ووئيل په تېرو 25 كالو كښې شنګھائي مرستې تنظيم کاميابۍ د ذكر وړ دي٬ دا نتطيم سلامتيا پلو تللو سره د ’’شنګھائي فائيو‘‘ څخه په ترقي كولو يو جامع اداره جوړه شوې ده كومه چې سلامتيا، معيشت، پرمختګ، كلتور او د امن پشمول په بېلو څانګو محېط ده، په اقتصادي ميدان كښې د غړو هېوادونو ترمېنځه تجارت كښې يو  په څو اضافه شوې ده۔ ده ووئيل  د ترهګرۍ٬ بېلون خوښۍ او د انتها پسندۍ په څېر د “دريو خطرو” په ضد زمونږ مشترکه هڅې ډېرې موثره پاتې دي۔ ده ووئيل  مونږ د نړيوال قانون احترام او د ګاٶنډي هېوادونو سره د ښو اړيكو په وده كښې د شنګھائي مرستې تنظيم کردار ته په درنه سترګه ګورو۔ ده ووئيل  په راتلونكې 25 كالو كښې د شنګھائي مرستې تنظيم نوو او د رامخئ ته كېدونكو چېلنجز مخنيوي لپاره نورې ارتقاء ته ضرورت دے، د 2035ء پرمختيائي تګلارې له مخې مونږ له ډيجيټل شموليت، د ټيکنالوجۍ فرق كمولو او تاپي ګيس پائپ لائن او کاسا 1000 په څېر د منصوبو د لارې د توان تحفظ  باوري كول وي،دغسې په قامي كرنسۍ كښې شريكو ادائيګيو پشمول  مالياتي انضمام ته ودې وركولو سره به د بهرنيو چېلنجونو څخه د محفوظ سيمه ايز معيشت بنياد كېښودل وي۔ ده ووئيل دا مهال افغانستان څخه راپورته كېدونكې ترهګري مونږ سلامتيا لپاره تر ټولو سنګينو خطرو كښې يوه ده٬ ټي ټي پي، بي ايل اے، اي ټي آئي ايم او نور ترهګر تنظيمونه د افغان طالبان حکومت په نګرانۍ او سهولت كارۍ كښې په افغان خاوره د بهرتۍ٬ تربيې او كارروائي  روانې ساتلې دي ۔ ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ خطر سره مخ زيات ځپلے هېواد دے٬ د  ټي ټي پي ترهګر افغان خاوره د خپلو كارروائيو مركز جوړولو سره د پاكستان په امنيتي ځواكونو او وګړو بريدونه كوي، يوازې سږ كال د دوه زره نه زياتو بريدونو كښې 560 نه زيات بې ګناه وګړي شهيدان شوې دي٬ او په دې بريدونو كښې د افغان وګړو شموليت رامخې ته شوے دے۔ ده ووئيل  تل پاتې امن، استحکام او اقتصادي ترقي يوازې په ھغه صورت  ممكن ده كله چې افغان خاورې څخه د راپورته كېدونكې ترهګرۍ بشپړه خاتمه وكړې شي، مونږ هيله لرو چې د شنګھائي مرستې تنظيم به په افغان طالبان حکومت زور راوړي چې ھغوي  د ترهګرۍ په ضد د خپلو نړيوالو لوظنامو پالنه وكړي او نړيوال امن و سلامتيا په اړه  خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل مونږ هيله لرو چې سږ كال ستمبر كښې به مونږ د شنګھائي مرستې تنظيم د کونسل آف هيډز آف سټيټ مشري تر لاسه كړو او په كال 2027 كښې به د مشرانو د غونډې كوربتوب كوٶ، دا د پاکستان په سيمه ايز او نړيوال كردار ستاسو د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل  پاکستان اقتصادي مرستې، سيمه ايزو روابطو او په اولسي كچه شريكو روابطو ته ودې وركولو لپاره عملي او په سباون اډانه ايجنډې ته وده وركوي۔ سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل  مونږ په راتلونكي كال كښې د کونسل آف هيډز آف سټيټ مشرانو غونډې لپاره د شنګھائي مرستې تنظيم د ټولو غړو پاكستان كښې هركلي ته سترګې په لار يو۔ ده د چين خارجه وزير وانګ يي او نورو خارجه وزيرانو مننې كولو سره ووئيل دوي په مطنقه او د دې نه بهر امن او استحکام لپاره د پاکستان د اخلاص نه د ډكو هلو ځلو ستائنه كړې ده

مزید خبریں