د سکائي 47 ډيټا سينټر پرانسته په پاکستان كښې د مصنوعي ځېركتيا د نوي دورې پېل دے۔ شزا فاطمه خواجه

  اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي)د  انفارميشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي  د سکائي 47 ډيټا سينټر پرانسته په پاکستان كښې د مصنوعي ځېركتيا د نوي دورې پېل دے۔ د جمعې په ورځ د پاکستان تر ټولو لوي ډيټا سينټر او اے آئي کلاٶډ سکائي 47  قراقرم-ون پرانستې دستورې ته خپلې وېنا دې ووئيل نن د نوي معاشي پړاٶ دروازې پرانستلې كېږي، مونږ به د …

 

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي)د  انفارميشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي  د سکائي 47 ډيټا سينټر پرانسته په پاکستان كښې د مصنوعي ځېركتيا د نوي دورې پېل دے۔ د جمعې په ورځ د پاکستان تر ټولو لوي ډيټا سينټر او اے آئي کلاٶډ سکائي 47  قراقرم-ون پرانستې دستورې ته خپلې وېنا دې ووئيل نن د نوي معاشي پړاٶ دروازې پرانستلې كېږي، مونږ به د خپلو وسائلو او افرادي قوت څخه بشپړه ګټه پورته كړے شو، ډيټا څخه ترلاسه كېدونكې بصيرت د سباٶن حقيقي معاشي قوت دے، د مصنوعي ځېركتيا نړيوال زغل به په محفوظ٬ كم لګښت او موثره استعمال منحصر وي۔ دې ووئيل د مصنوعي ځېركتيا په ميدان كښې راتلونكې مسابقت به د ډيټا په موثر استعمال وي، سکائي 47 كښې جديد سټوريج، جي پي يوز او د هائي پرفارمنس کمپيوټنګ سسټمز موجود دي۔ په دې موقع د سکائي 47 سي اي او حسن عباس هم وېنا وكړه۔

مزید خبریں