پنډۍ ۔24 جولائي (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا په ټانک ضلع كښې ترهه ګرو د چیک پوسټ سره د باردو نه ډك ګاړې ټكر كړو چې په نتيجه كښې يې د امنيتي ځواكونو 15 اهلکار شهیدان شول ٬ دغسې په ځوابي کارروائۍ كښې 12 ترهه ګر ووژل شول ۔ د پاک پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي ایس پي آر ) نه جاري بیان تر مخه د 24 م جولائي په …
ټانک كښې ترهه ګرو د چیک پوسټ سره د باردو ډك ګاړی ټکر كړو، د امنيتي ځواكونو 15 اهلکار شهیدان ، په ځوابي کاروائۍ كښې 12 ترهه ګر ووژل شول

مزید خبریں
پنډۍ ۔24 جولائي (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا په ټانک ضلع كښې ترهه ګرو د چیک پوسټ سره د باردو نه ډك ګاړې ټكر كړو چې په نتيجه كښې يې د امنيتي ځواكونو 15 اهلکار شهیدان شول ٬ دغسې په ځوابي کارروائۍ كښې 12 ترهه ګر ووژل شول ۔ د پاک پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي ایس پي آر ) نه جاري بیان تر مخه د 24 م جولائي په نيمه شپه ضلع ټانک كښې په جوړ شريك پولیس چیک پوسټ د هند په سرپرستۍ كښې کار کونكو د فتنہ الخوارج خوارجو يوه بزدلانه ترهه ګر بريد وكړو۔ ترهه ګرو د چیک پوسټ په امنيت كښې د چاودي جوړولو هڅه وكړه خو د سکیورټي فورسز په مستعد، په وخت او پرېكنده کارروائۍ د هغوي ناوړه عزائم ناکامه كړل ۔ ځوانانو د غیر معمولي مړانې او پیشه ورہ مهارت مظاهرہ کولو سره د تښتېدونكو خوارج تعاقب وكړو او 12 خوارج يې ووژل ۔ د ناکامۍ نه پس ترهه ګرو د بارود نه ډك يو ګاړې د چیک پوسټ حفاظتي دیوال سره ټکر كړو ۔د سختې چاودنې له امله د چیک پوسټ بنیادي ډھانچه سخته وځپلې شوه د كومې په نتيجه كښې چې 15 نرانو اهلكارو د شهادت جام نوش کړو ۔ شهداء كښې 12 پوځي ځوانان ، 2 پولیس اهلکار او يو د ځنګلات محکمې سرکاري اهلکار شامل دے ۔ په سيمه كښې د بل كوم د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله خارجي ترهه ګر د موجودګۍ خاتمې لپاره سرچ او کلیئرنس آپریشن روان دے ۔ د وفاقي ایپکس کمیټي د نیشنل ایکشن پلان په منظورۍ د پېل كړي وژن عزم استحکام لاندې د پاکستان سکیورټي فورسز او د قانون نافذ کوونكې ادارې به په غیر ملکي سرپرستۍ كښې د كېدونكې ترهه ګرۍ مکمل خاتمې لپاره خپل په زړه پورې د ترهه ګرۍ كمپائن د كوم تعطل نه غېر روان ساتي ۔آئي ایس پی آر زياته كړه زمونږ د نرانو ځوانانو دا عظیمې قربانۍ په هر ډول د ګران وطن دفاع او سلامتیا له زموڼږ غیر متزلزل عزم لا مضبوطوي ۔









