اسلام آباد24 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د خزانې وزارت دوهمې سېكرټري عائشه جاويد ته د نامتو نړيوالې اشاعتي ادارې راوټليج د آفاقي شهرت لرونكې كتاب"وومن ان پبلك فنانس٬سټوري آف جينډر ان بجټنګ"كښې په مرستياله لېكواله شاملولو مباركي وركړه۔د جمعې په ورځ خپل پېغام كښې ده د عائشه جاويد دا كاميابي د پاكستان لپاره د وياړ وړ ګرځولو سره ووئېل د دې ليكلے باب "لمټ …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د خزانې ډپټي سېكرټري عائشه جاويد ته په آفاقي نوم لرونكې كتاب”وومن ان پبلك فنانس٬سټوري آف جينډر ان بجټنګ”كښې د مرستيالې ليكوالې په حېث شاملېدو كولو مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد24 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د خزانې وزارت دوهمې سېكرټري عائشه جاويد ته د نامتو نړيوالې اشاعتي ادارې راوټليج د آفاقي شهرت لرونكې كتاب”وومن ان پبلك فنانس٬سټوري آف جينډر ان بجټنګ”كښې په مرستياله لېكواله شاملولو مباركي وركړه۔د جمعې په ورځ خپل پېغام كښې ده د عائشه جاويد دا كاميابي د پاكستان لپاره د وياړ وړ ګرځولو سره ووئېل د دې ليكلے باب “لمټ ليس سكائيز اينډ اينډليس ډريمز”نه يوازې د دې د پيشه وره صلاحيتونو څرګندونه ده بلكې جينډر ريسپانسيو بجټنګ څانګو كښې د پاكستانو ميرمنو د زيات شوې موثر كردار هم عكاسي كوي۔سردار اياز صادق ووئېل پاكستانو ميرمنو په نړيواله كچه ښكاره كاميابۍ د هېواد مثبت تشخص رامخې ته كوي او د پاكستان سركاري چارواكو د غېر معمولي صلاحيت٬محنت او فكري استعداد ثبوت دے۔










